شیخ احمد الطیب: شیعه او سنی د اسلام دوه وزرونه دی

د الزهر  پوهنتون رئیس، شیخ احمد الطیب، دمالزیا په پایتخت(جاکارتا) کی، د مصر او اندونزیا د سترو عالمانو  په ګډه غونډه کی. ټینګار وکړ: شیعه او سنی د اسلام دوه وزرونه دي، او ضرورې ده چی له یو او بل سره نږدی شی.
د دغه راپور په اساس، ده ټولو ته بلنه ورکړه؛ چی د اسلامی میراث روح او ماهیت ته ور وګرځی، چی خلګ رحمت؛ زغم او نرم برخورد ته را بولی، او له هر  ډول تند لاری توب څخه لاس واخلی. هغه شیعیان؛ د اهل سنت وړونه وبلل، او ټینګار یی وکړ: شیعه او سنی د اسلام دوه وزرونه دي، او د هغوی ترمنځ تقریب او نږدیکت ضروری دئ.
شیخ احمدالطیب زیاته کړه: شیعیان نشو تکفیرولای، او هغوی له اسلام څخه بهر نشو بللای، ځکه چی د شیعه او سنی اختلافات فرعی دي، او زیاتره شیعیان؛ دکنځا او لعنت ویلو سره مخالف دي، او د شیعه او سنی ګډ مسایل او مذهبی چاری، د هغوی له اختلافی چارو څخه زیاتی دي، او باید پری نږدو چی دښمنان له موجودو اختلافاتو څخه ګټه پورته کړی، او د عراق، یمن،او سوریې جنګونه،د شیعه او سنی ترمنځ د همدغو اختلافاتو نتیجه ده؛ چی دښمن، په تیره بیا اسرائیلو رامنځته کړی دي.

Add new comment