دسعودی عربستان جنګی الوتکو پرون بیا دیمن په هستوګنه سیمو بمبارې وکړې
دسعودی عربستان تیریګرو جنګی الوتکو پرون مازیګر د تعز ولایت په الوازعیه ښارګی باندې حملو سره ملکی خلکو ته زیاتې مرګ ژوبلې او مالی تاوانونه ورسول .
دغه راز دیمن دخبریالانو اتحادیې وویل چې په دغه هیواد دسعودی عربستان دحملو له پیل راهسې تراوسه پورې پینځویشت(۲۵) خبریالان وژل شوی دی.
د یمن د انقلاب دلوړې کمیټۍ مشر محمد علی الحوثی هم وویل له سعودی عربستان سره هرډول موافقه به په یمن د تیریو په کامل ډول دبندیدا او ددغه هیواد دکلابندی په کامل ډول دختمیدا پراساس وی .
هغه وویل مونږ داسې ثبوتونه لرو چې ښی دسعودی عربستان تیریګر پوځیان په یمن کښې په ملکی خلکو حملې او بمبارې کوی .
داپه داسې حال کښې دی چې دیمن په چارو کښې د ملګروملتونو استازی اسماعیل ولد شیخ احمد داپریل دمیاشتې لسمه(۱۰) نیټه په یمن کښې د اووربند دټینګیدا وخت او د اپریل دمیاشتې اتلسمه(۱۸) نیټه یې هم په کویت کښې دیمن دصلحې دخبرو دشروع کیدا وخت اعلان کړی دی .
په یمن کښې د جنګ دختمیدا لپاره د خبرو اترو دشروع کیدا لپاره هڅه په داسې حال کښې ده چې دسعودی عربستان جنګی الوتکې هماغه راز دیمن په مختلفو سیمو حملو ته دوام ورکوی .
سعودی عربستان د اسرائیلو ، امریکا، انګلستان، متحده عربی اماراتو او دځینو نورو عربو هیوادونو په مرستې سره د تیر میلادی کال دمارچ دمیاشتې له شپږویشتمې(۲۶) نیټې راهسې دیمن دخلکو پرضد پراخو هوایی ، سمندری او ځمکنیو حملو ته دوام ورکړی .
دیمن روغتیا وزات وایی چې دسعودی عربستان په حملو کښې په یوه کال کښې له اوو زرو(۷۰۰۰) زیات کسان وژل شوی او په زرګونو نور ژوبل شوی هم دی .
Add new comment