انساني قاچاق په هېواد کې د امريکايي اشغال او ناامنيو زېږنده ده!

په افغانستان باندې د امريکا په سرغُنه گۍ په ځانگړې توگه د لويديځو صليبي طاقتونو (ناټو) په ملاتړ له پوځي يرغل او تاړاک وړاندې په دې هېواد کې د انساني قاچاق موارد هيڅ نه پېښېدل، که بالفرض و المحال پېښ شوي هم وي – ډېر کم – شاز او نادر به وو، خو بدبختانه د امريکايانو له اشغال راوروسته انساني قاچاق مافيايي بڼه غوره کړې، چې په ځانگړې  توگه د وروستيو دوه درې کلونو په موده کې د انساني قاچاق د مافيايي کړيو پواسطه په زرگونو افغاني کورنۍ اروپايي هېوادو ته د قاچاق له دغه بدبختۍ سره مخ شوي – او دا لړۍ لا هم په زور شور سره ادامه لري چې اصلي لامل يې امريکايي اشغال دى.
علت څرگند دى : امريکا د خپل استعماري او ښکېلاکي پلان تر مخه، په افغانستان کې د جنگي جناياتو ترڅنگ په هېواد کې د اداري فساد او د نشه يي توکو د توليد  او اعتياد په خپرولو سره په افغانستان کې د ناامنۍ، بې روزگارۍ او گډوډيو داسې نيټ ورک خپور کړ چې بېرته راټولول يې ستونزمن او په زرگونو افغان ځوانان او کورنۍ يې د نفقې د لاس ته راوړو په  اميد له هېواد نه د وتلو په قصد د انساني قاچاق د مافيايي کړيو په لمن کې غورځولو ته اړ ايستلې!! چې په دې ترتيب سره په ميليونونو ډالر چې د افغانانو شتمني، پانگه او اقتصاد و هغه هم له هېواده ووتله او د انساني قاچاق کوونکو جيبونو ته انتقال شوه.
په زرگونو افغانان اروپا ته د رسېدو په تمه د ستونزمن سفر قرباني شول او چې څوک رسيدلي دي هغوى هم له يو نامعلوم برخليک سره د مخامخېدو په درشل کې افغانستان ته د بېرته شړلو له محتوم گواښ سره مخ دي، اروپايي  اتحاديې، چې د افغانستان په اشغال  او جنگي جنايتونو کې له  امريکا سره برابره شريکه ده – پرېکړه کړې چې (٨٠) زره هغه افغانان بېرته افغانستان ته ستانه کړي – چې د سر او مال په بيه يې اروپا ته ځانونه رسولي دي!! اروپايي اتحاديې کابل حکومت ته دا گواښ هم کړى چې که د دغو افغانانو بېرته ستنېدل ونه مني نو مرستې به ورباندې ودروي!!
امريکا او د هغې صليبي متحدين دا هر څه د افغان مسلمان او مجاهد ولس د تضعيف، تذليل او ناامنه کولو په هدف ترسره کوي.
دا غلطه ده چې گنې امريکا د افغانانو د سوکالۍ لپاره په افغانستان کې ميلياردونه ډالر لگولي دي.
که دا ادعا رښتيا وي نو ودې ښيي چې کومه داسې عام المنفعه پروژه په کار اچول شوې چې افغانانو ته په کې د کار او روزگار زمينه برابره شوې ده؟!
که کومې پيسې لگول شوي هغه هم بېرته د امريکايي صليبي قرارداديانو او هغو انجيوگانو جيبونو ته غورځول شوي چې د دوى لخوا گمارل شوي دي.
د افغان ولس وضعيت ته په پام سره وخت رارسېدلى ترڅو په ولس زهير او خواخوږي جهادي او سياسي قوتونه ټول اختلافات شاته وغورځوي، په يو اتفاق، خپلمنځي تفاهم او همغږۍ سره د ولس د کړاوونو د پاى ته رسېدا حل لار راوباسي.

Add new comment