عربستان د عرب نړۍ په پیښو کښې رول لری
د المیادین خبری چینل د خبر له مخې علی عبدا... صالح په یمن باندې د عربستان د تیری له پیله وروسته په خپله وړومبنۍ وینا کښې، د دغه هیواد د پلازمینې صنعاء په السبعین چوک کښې د راغونډو شویو خلکو په ټولو کښې وویل: د یمن خلک له عربستان سره د نیغ په نیغه مذاکراتو او په آل سعود رژیم باندې د وسلو د خرڅون د بندیدو غوښتونکی دی.
د یمن پخوانی ولسمشر د یمن د خلکو په خلاف د عربستان د تیری او جنایتونو په وړاندې د عملی اقداماتو نه کولو په وجه د ملګرو ملتو په امنیت شورا باندې په نیوکې سره، له دغه نړیوال ارګانه وغوښتل چې د یمو د خلکو او د آل سعود رژیم د جنایتونو د بندولو په وړاندې پرخپلو دندو عمل وکړی.
علی عبدا... صالح په دوام کښې د یمن له انصارا... ولسی ډلې سره په ائتلاف ټینګار وکړ.
Add new comment