په یمن د سعودی عر بستان جنګی ا لوتکو بیا په لسګونو بې ګناه خلک په وینو کې لیت پیت کړل
عربستان تیریګرو جنګی الوتکو نن هم د خپلو جنایتونو په دوام کې دیمن په جنوب لودیځ کې دتعز ولایت په هستو ګنو سیمو سخته بمباری وکړه چې د دخبر ترمخابیره کیدا پورې ئې دلسو بې ګناه کسانو چې ښځې او ما شومان هم پکې ترسترګو کیږی وژل شوی او په لسګونو نور ټپیان شو ی دی
د یمن المسیره ټیلیوژنی چینل راپور ورکړله بلې خ وا دیمن وسله وال پوځ اوولسی ځواک دتعز ولایت دحیفان ولسوالۍ په الضبی سیمې کې دعربستان د تالی څټو په مورچو برید کړی چې په دغو عملیاتو کې ئې دهغوی یو شمیر مورچې تباه کړی او دغه راز دپیّلو وسله والو زیات شمیر وسلې او مهمات ئې هم چې له تالی څټو وسله والو دتښتې په وخت پاتې شوی وو ، ولجه کړی دی .
دیمن دپوځ توغندوی یونټونو هم نن دتعز په وازعیه ولسوالۍ او همداراز دسره سمندر په سواحلو کې پر ذهاب سیمې او المشرف سیمې حملې کړی چې له امله ئې په لسګونو تالی څټی وسله وال هلاک شوی د ی .
Add new comment