په تیرو پنځو کلونو کی، د داعش سره د زرګونو ترهه ګرو یوځای کیدل

د یوې امریکایې امنیتی مؤسسې تحقیقات ښیې، چی له ۲۰۱۱ م کال راهیسې، په لس هاؤو زره کسان د داعش سره د یو ځای کیدو په منظور، سوریې او عراق ته تللي دي.
د«سوفان ګروپ» په نامه د امریکایی استراتجیکو مطالعاتو مؤسسې تحقیقات ښیې، چی د داعش سره له یو ځای کیدو څخه د مخنیوی کولو په منظور، د هلوځلو با وجود، د تیرو پنځو کلونو په اوږدو کی، د نړۍ له ۸۶ هیوادونو څخه، څه د پاسه ۳۱ زره کسان، د دغې ډلې سره د یو ځای کیدو لپاره، سوریې او عراق ته تللی دي.
د سوفان ګروپ د رپوټ په دوام کی راغلی دي: د ۷۰۰ ؤ ښځو په شمول؛ شپږو زرو ټیونسیانو، د داعش سره د یو ځای کیدو لپاره، د یادې ډلې غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړئ دئ. دغه شمیره ښیې چی، په عراق او سوریه کی، زیاتره ترهه ګر؛ د ټیونس له هیواد څخه دي.
د استراتجیکو مطالعاتو دغه مرکز، همداراز خبر دارئ ورکړئ، چی خپلو هیوادونو ته د داعش ترهه ګرو بیرته ستنیدل به، د دغو هیوادونو، په تیره بیا هغو هیوادونو لپاره چی، با ثباته وضعیت نه لری؛ اساسی او جدی ګواښ وی.
د سوفان ګروپ امریکایی استراتجیکو مطالعاتو مؤسسې راپور، پداسی شرایطو کی مطرح کیږی، چی د داعش ترهه ګری ډلې، په وروستیو کلونو کی، د امریکا او د دغه هیواد دلویدیځو او عربی متحدینو په پوځی او مالی ملاتړونو سره، د سیمی په هیوادونو، په تیره بیا په عراق او سوریه کی، ډیر زیات جنایتونه سرته رسولی دي، خو په اوس حال کی، د دغې ډلې د ترهه ګرو عملیاتو د لمنې په پراخیدو، او په یو شمیر اروپایی هیوادونو کی د ترهه ګر عملیاتو په ترسره کیدو سره، د یادې ډلې سره د مبارزې د څرنګوالی موضوع، او د ټروریست خطر، له پخوا څخه په زیاته اندازه جدی شوئ دئ، او د نړیوالو د پام په مرکز کی راغلئ دئ.
سره له دې، د شناندو له قوله؛ په اروپایی او افریقایی هیوادونو کی زیاتره ځوانان، د دغې ترهه ګرې ډلې سره یوځای کیدو ته علاقمن دي، او شمیرنی ښیې چی تر اوسه پوری، د فرانسی او بریتانیې زیات شمیر ځوانان، له یادې ډلې سره یو ځای شوی دي. له افریقایی هیوادونو څخه هم، د لیبیا او ټیونس ګن شمیر ځوانان او ښځی، له دغې ډلې سره یو ځای شوي، او د لازمو پوځی زده کړو له کولو څخه، خپل هیواد ته ستانه شوی دي.
یو شمیر شناندی وایی: په تیره بیا په افریقایی هیوادونو کی، اقتصادی مشکلات، د داعش سره د یوځای کیدو یو دلیل دئ. د داعش ترهه ګره ډله، د ځواکونو د جذبولو لپاره پخپلو پیغامونو کی، د زیات عاید؛ کار او اقتصادی او سیاسی ملاتړ وعده ورکوی. له دې رویه، په زیاترو عربی هیوادونو کی، اقتصادی ګړکیچنو حالاتو ته په پام سره، طبیعی ده چی، د عربی مختلفو هیوادونو، په تیره بیا د هغو هیوادونو ښاریزو ته، چی لا جدی اقتصادی مشکلات لری، د زیات معاش او اجورې وړاندیز، جذاب او جالب دئ. په تیره بیا دا چی، دغه ډله د خپلو ځواکونو او غړیو له کورنیو څخه هم ملاتړ کوی، او هغوی ته پیسی ورکوی.
ټیونس، له هغو هیوادونو څخه دئ، چی له سختو سیاسی لانجو څخه د تیریدو با وجود، هماغه راز د سترو اقتصادی مشکلاتو سره لاس او ګریوان دئ، او د دغه هیواد مقامونو ندی کړای شوی، د بسټیزو چارو په سمولو او پانګونې سره، د خلګو په تیره د ځوانانو د اقتصادی شرایطو د ښه کیدو په لاره کی ګام واخلی.
له بلې خوا، د لیبیا سره ګډه پوله؛ او پدی هیواد کی د داعش فعال شتون، د دی سبب ګرځیدلئ؛ چی د ټیونس کورنۍ وکولای شی، لیبیا ته په ورتلو سره، د داعش سره د یو ځای کیدو او د لازمو پوځی زده کړو د کولو په ترځ کی، د پام وړ عاید ترلاسه کړی، او بیرته خپل هیواد ور ستانه شی.
د داعش زیاتره نوی غړی، خپل هیواد ته په بیرته ستنیدو کی، نه یواځی د ترهه ګرو عملیاتو د سرته رسولو توانایې لری، بلکه پخپله دغې ډلې ته د نورو کسانو د جذبولو یو عامل ګنل کیږی.
د څیړاندو له قوله، د القاعده او داعش تکفیری ډلې او جریانونه، د عربی هیوادونو او نړۍ په مختلفو سیمو کی، په جوماتونو او پټو کورونو کی، د خلګو د جذبولو پروسې ته دوام ورکوی. هغوی همداراز د خلګو په افکارو او باورونو باندی په اغیز شیندلو او مالی وعدو سره، مختلف کسان جذبوی.
په زور، او ویرولو سره له خلګو څخه پیسی اخیستل، د کورونو لوټل، د تیلو او وسلو قاچاق، د داعش د غړیو له نورو مالی سرچینو څخه دي.

Add new comment