په سوریې کې د داعش یو اصلي مشر ووژل شو
د امریکا د این بي سي چینل د راپور له مخې د سوریې دپوځ ځواکونو پرون په یو لړ عملیاتو کې د داعش تکفیري ډلې دوهم لمبر مشر عبدالرحمان القادولي وواژه .
د سوریې ځواکونو پرونه د دمشق د ریف په ختیځې غوطې کې ترهه ګرو ته درانه تاوانونه ورسول او یو شمیر ترهه ګر یې ووژل .
د سوریې پوځي ځواکونه پرون په یو لړ عملیاتو کې د سوریې دلویدیځ په حمص ولایت کې تدمر ښار ته ننوتل او د دغه شار تاریخي کلا یې له ترهه ګرو ازاده کړه .
Add new comment