داعش ترهه ګرې ډلې د عراق په بابل ولایت کې دبیګانۍ خونړۍ حملې پړه په غاړه واخسته
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې داعش ډلې په ټولنیزو شبکو کې د بابل ولایت په اسکندریه سیمه کې د حملو د مسوولیت په منلو سره په دغه سیمه کې د ترهه ګرو حملو نوی پړاو پیل کړی دی.
په عین حال کې د عراق د کورنیو چارو وزارت وویل چې په دغه حملې کې کابو دیرش کسان مړه او یو اویا کسان ژوبل شوې دي. په حملې کې د اسکندریه د سیمې مشر احمد الخفاجي او د حرکت عصایب اهل الحق ډلې مشر حسن حسین هم ژوبل شوې دي.
دا حمله په اسکندریه کې په یو پارک کې د فټ بال له ځایی سیالۍ وروسته ترسره شوې ده.
Add new comment