د آک پارتی ګوند او اسرائیلو په همکارۍ پوری مربوط اطلاعات افشا شول
د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزارت د منځنی ختیځ د چارو لوی مدیر،دوری ګلد، په فیسبوک کی پخپل شخصی ویب پاڼه کی، دآک پارتی ګوند، او اردوغان له نږدی همکارۍ څخه خبر ورکړ.
دوری ګلد، د اسرائیلو او ترکیې په نږدی همکارۍ باندی په ټینګار سره ولیکل: « ښاغلی سینرلی اوغلو، زما ډیر په زړه پوری دوست، او له اردوغان سره، زموږ رابط او منځګړئ دئ. ترکانو د داووس له قضیې وروسته، ډیر زموږ سره روغه وکړه. د هوایې کرښې د ټرانسپورټ د نا امنه کیدو په وخت کی، له موږ سره یی ټرانزیټی لاره پرانیستې وساتله، او د سونکو توکو د وړونکو بیړیو، او د الوتکې د سونګو له ځلونو منتقلیدو وروسته یی، زموږ تړانګو ته د تیل وړونکو بیړیو لیژلو ته اقدام وکړ.
نوموړئ په دوام کی لیکی: هغه کسان چی په اسرائیلو کی، له ترکیې سره زموږ په اړیکو باندی اعتراض لری، ښه ده وپوهیږی چی، د چنګاښ میاشتې په شلمه نیټه، د پالچم ۱۴ زره ټنی بیړۍ چی، د مالټا هیواد په بیرغ سره، او د پالمالی شیپینګ سمندری ټرانسپورټ په نامه، د یونانی شرکت تر مالکیت لاندی، د مرسین له بندر څخه بهر شوې، او یوه ورځ وروسته؛ د حیفا بندر ته رسیدلې وه، ترکی دوستانو زموږ لپاره چمتو کړې وه.
دوری ګلد، همداراز ولیکل: د هغو خاصو حساسیتونو له کبله چی په سیمه او ترکیه کی، زموږ په هکله وجود لری، د ترکیې له خوا؛ زموږ بندرونو ته، یو شمیر صادر شوی د سونګو بارونو ، د مصر بندرونو ته د تلو تر پوښښ او نامه لاندی، اجازه اخیستله، او د تلو په وخت کی، د خپلې لارې په بدلولو سره، زموږ خواته راتلل. هماغه ډول چی جمهور رئیس،اردوغان، څرګنده کړه: اسرائیل او ترکیه، په سیمه کی د یو او بل تکمیلونکی دي، او موږ هم له دغه هیواد سره ځانګړی مرستې کړی دي، او نیوکه کونکي باید، دغه اړیکې ټیټې کچې ته و نه رسوی.
Add new comment