دلبنان حزب الله غورځنګ داسلامی امت د عزت او سرلوړۍ عامل دی

د لبنان یوه مشهور اهل سنت روحانی دحزب الله په ترهګر بللو کښې د سعودی عربستان او د هغه د ملګرو عربو هیوادونو د غلیمانه اقدام په غندلو سره وویل حزب الله د اسلامی امت د سرلوړۍ او عزت عامل او دصهیونیسټ رژیم په وړانډې د حقیقی مقاومت مهمه اډانۍ ده .  
تسنیم خبری اژانس وایی د لبنان د جبهه العمل الاسلامی غړی او د التوحید الاسلامی غورځنګ د رهبرۍ دشورا مشر شیخ هاشم منقاره په یوې بیانیې کښې ټینګار وکړ په ترهګرۍ د لبنان داسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله تورنول په داعشی تفکر سره یوه فیصله ده   او په هغه څه یې ګوزار پیل کړی دی چې داسلامی امت له عزت سره ارتباط لری .
شیخ  هاشم منقاره ډاګینه کړه د ځینو عربو هیوادونو په تیره بیا دسعودی عربستان ددباونو په وړاندې د عربو اتحادیې تسلیمیدل او دیوه ترهګر غورځنګ په توګه د لبنان دحزب الله نومول عربی وحدت په تیره بیا اسلامی وحدت ته ګوزار ورکوی او داډول فیصلې دهغه اوږدې لارې برخه ده چې د اوسلو دموافقو له لاسلیک کیدا راهسې پیل شوی ده او هدف یې د فلسطین دمسلې له مینځه وړل دی .
سعودی عربستان او ځینې نورو عربو هیوادونو چې په سیمه کښې د اسرائیلو ،امریکا او انګلستان سیاستونه اجرا کوی او دهغوې ګټې تامینوی دلبنان حزب الله غورځنګ دترهګرو ډلو په فهرست  کښې شامل کړی داسې فیصله چې د مسلمانانو له سخت اعتراض سره مخ شوی ده .
سعودی عربستان ، قطر، بحرین، متحده عربی امارات، اردن ، کویت وغیره له ترکیې ، امریکا، انګلستان ، فرانسې وغیره سره یوځاې په سوریې ، عراق، لبنان، لیبیا ، نایجریا ، پاکستان ،افغانستان وغیره کښې له ترهګرو ډلو سره مالی او پوځی مرستې کوی .

Add new comment