راني: د اسلام ستر پيغمبر د ټولو انسانانو لپاره د لاري ډېوه ده

د هندۍ سېنما نامتو لوبغاړې راني مکرجي د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) د تعریف او توصیف سره د ټولو سره پوښتنې پیدا کړي چې ایا هغې خو به اسلام قبول کړی نه وي؟ د هندوستان د سېنما نامتو لوبغاړې راني مکرجي د خپل ټویټر حساب له لارې په کړو څرګندونو کې ویلي دي چې د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم ژوند د ټولو انسانانو لپاره د لارې مشعل یا ډېوه ده.هغې ویلي،ً تر کومه چې ما د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د ژوند په اړه مطالعه کړې ده، زما په اند هغه د بشریت په تاریخ کې تر ټولو عظیم او لوی انسان دی او د هغه ژوند د ټولو انسانانو لپاره د لارې بله ډېوه ده. نوموړي ویلي، چې د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په اړه د څرګندونو نه وروسته ډیرو زیاتو خلکو د هغه نه پوښتلي دي، چې ولې د اسلام د پیغمبر محمد ص په اړه داسې څرګندوني کړي دي. راني مکرجي وړاندي ویلي، چې زه ټولو ته په ځواب کې وایم، چې دا څرګندونې ما یوازې او یوازې د هغه اعلی کردار او د هغه په وجود کې د ښېګڼو له امله کړي دي. هغه تر ټولو ستر او عظیم انسان دی.

 

Add new comment