دسنا جرګې غړیو پر امریکا باندی سختې نیوکې
دیوراپوټ له مخی د مشرانو جرګې غړیو پرون وویل امریکا په لوی لاس غواړي د خلکو په منځ کې اندیښنې پیاوړې کړي.
د مشرانو جرګې یوه غړي نثار حارث وویل امریکا که له یوې خوا امنیتي ځواکونه په وسلو او مهماتو تجهیزوي خو له بلې خوا د خلکو په منځ کې انديښنې هم زیاتوي .
هغه وویل دا اندیښنې د دې سبب شوې چې د افغانستان خلک له خپل هیواده کډه کولو ته مجبور شي او نن ورځ د ترکېې له اوبو د افغانانو مړي راوړل کیږي .
د مشرانو جرګې بلې غړې ګلالۍ اکبر وویل د امریکا دا کار د امنیتي ځواکونو او خلکو د روحېې د سخت تضعیف سبب ګرځي .
لیلما احمدي هم وویل امریکا له یوې خوا په هیواد کې جګړه را منځته کړې او بلې خوا د خلکو پر ضد رواني جګړه هم مخ ته وړي او خلک اوس د دې زبر ځواکي په سیاستونو پوهیږي.
نادر بلوڅ هم وویل امریکا د افغانستان د سولې په اړه هم ریښتنې نه ده او په تیرو ۱۴ کلونو کې امریکا کوم داسې کار نه دی کړی چې د افغانستان د امنیت او ثبات سبب شي.هغوی په ګډه وویل امریکا افغانستان ته د خپلو اوږد مهاله موخو لپاره راغلې نه د افغانستان د نجات لپاره .
Add new comment