عطامحمد نور په بلخ کې د داعش پر پراختیا اندېښنه وښوده

د بلخ سرپرست والي په دې ولایت کې د مخالفینو پر ضد د ۵ ورځنیو عملیاتو له پای ته رسېدو خبر ورکوي وايي، د شته اسنادو له مخې طالبانو او داعش ډلې غوښتل پر بلخ ولایت خپل بریدونه ډېر کړي. د بلخ په کشنده ولسوالۍ کې د دې ولایت د سرپرست والي په مشري د مخالفینو پرضد ۵ ورځني عملیات پای ته ورسېدل. عطا محمد نور وايي، د دې عملیاتو په پایله کې ۱۰ تنه مخالفین وژل شوي  او څه باندې ۲۰ تنه نور ژوبل شوي دي او همدارنګه د دې ډلې د مهاماتو او وسلو یوه زېرمه هم نیول شوې ده. ښاغلی نور همدارنګه په دې ولایت کې د داعش له شتون څخه هم خبر ورکوي وايي، داعشان په بلخ کې د خپل فعالیت د پراخولو په هڅه کې دي. په دې عملیاتو کې یو افغان سرتېری هم وژل شوی دی او نژدې ۱۰ تنه ېې نور ژوبل شوي دي. د بلخ سرپرست والي خبرداری ورکوي، چې که ترهګر له جګړې څخه لاس په سر نشي او د دې ولایت د نا امنه کولو هڅه وکړي، د امنیتي ځواکونو له لوري به ووژل شي. چمتال، چهاربولک، شولګره او کشنده په بلخ کې تر تولو ډېرې زیان لیدونکې ولسوالۍ بلل کېږي چې هرکله د مخالفینو له لوري د پراخه فعالیتونو شاهدې دي.

Add new comment