سعودی عربستان دعربو اتحادیې مشر ته دوه میلیونه ډالره رشوت و رکړی .
د الجزایر الشروق ورځپاڼې پرون په یوه(۱) راپور کښې دغه خبره ایشوا کړه چې دعربو اتحادیې مشر نبیل العربی دلبنان داسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله دترهګر بللو دمصوبې د تصویبولو په بدل کښې له سعودی عربستان څخه دوه(۲) میلیونه ډالره رشوت ترلاسه کړی دی .
سعودی عربستان په ټولو اسلامی هیوادونو کښې ترهګرې ډلې جوړوی او ورسره مالی مرستې هم کوی .
دغه ورځپانې د عربو اتحادیې د نږدې سرچینو په قول د نبیل العربی د نهه (۹)میلیونه ډالره انعام په نوم سره په یوه(۱) راپور کښې ایشوا کړه دعربو اتحادیې مشر نبیل العربی به په ټول کښې د خپل کار سر ته درسولو په توګه نهه(۹) میلیونه ډالره ترلاسه کړی .
اسلامی دنیا د لبنان دحزب الله غورځنګ دترهګر بللو لپاره د عربو اتحادیې په مصوبې سخت اعتراضونه او نیوکې کړی دی .
Add new comment