د اسرييلي عسکرو په ډزو کې درې فلسطينيان شهيدان شوي
اسراييلي يرغلګرو پوځيانو د غزې تراډې الخليل سيمه کې په دوو جلا جلا پېښو کې درې فلسطينيان شهيدان کړي دي.
عربي رسنۍ وايي، چې دوه فلسطيني ځوانان په يو موټر کې ناست وو، اسراييلي عسکر يې په موټر ووهل، چې دوه يې ټپيان شول او له بل لوري نورو عسکرو پر دغو ځوانانو ډزې وکړې او دواړه يې شهيدان کړل.
غزه کې د الجزيرې تلويزون خبريال وايي، چې له لومړۍ پېښې وروسته يو بل ځوان په همدې ځای کې هڅه وکړه، چې اسراييلي عسکر په موټر ووهي، مګر عسکرو پر ده هم ډزې وکړې او شهيد يې کړ.
ويل کيږي، چې په دوهمه پېښه کې هم يو اسراييلي سرتېری ټپي شوی دی.
فلسطيني سيمو کې له تېر کال اکتوبر راهيسې د فلسطينيانو او اسراييلي عسکرو ترمنځ اخ و ډب زيات شوی.
د فلسطيني چارواکو په وينا د القدس مبارک په ګډون د غزې په ۴۸ سيمو کې د اسراييلي يرغلګرو او فلسطيني اوسېدونکو ترمنخ وروسته له هغې تاوتريخوالی زيات شوی، چې سخت دريځو يهودانو د اسراييلي چارواکو په لمسون د مسجد اقصی توهين پيل کړی دی.
په دغو نښتو کې تر اوسه نږدې دوه سوه فلسطينيان شهيدان شوي او زرګونو نور ټپيان دي.
Add new comment