د ایران توغندوی پروګرام له اټومی موافقې سره ارتباط نلری

د روسیې دخارجه وزارت ویندویې میرمن ماریا زاخارو وا وویل دایران توغندوی پروګرام له اټومی موافقې سره چې په ویانا کښې پینځه جمع یوې ډلې او ایران لاسلیک کړی ده هیڅ ډول ارتباط نلری
هغې وویل مونږ په ایران کښې د بلاسټیک توغندیو د ازموینې او په دې هکله دامریکا او د ځینو اروپایی هیوادونو د غبرګون د ښودلو کتونکی یوو .
دروسیې دخارجه وزارت ویندویې وویل مونږ باوری یوو هرډول غبرګون او ځواب ویل باید انډوله وی او په هغه کښې باید ټولو حساسو او کوچنیو ټکو پام وشی .
هغې ویل په لومړی پړاو کښې دایران دتوغندیو ازموینه له دغه مهم حقیقت سره ارتباط لری چې اټومی موافقه دایران له توغندوی پروګرام سره هیڅ ارتباط نلری او په همدې دلیل دغه حالت باید په اټومی موافقې کښې دخالت ونکړی او په دې هکله له هرډول لسمونکی نظر باید ډډه وکړو .
دروسیې دخارجه وزارت ویندویې وویل هغه څه چې د ملګروملتونو دامنیت شورا له ۲۲۳۱ پریکړه لیک سره اړوندیږی په دغه سند کښې له ایران څخه غوښتنه نه ده شوی چې داټومی وسلو د وړونکو بلاسټیک توغندیو په اړونده فعالیتونه ترسره نکړی .
هغې وویل دغه خبرې ته باید پام وکړو چې د ملګروملتونو دامنیت شورا په ۱۹۲۹ پریکړه لیک کښې چې د روان میلادی کال د جنورۍ په شپاړسمه(۱۶) نیټه یې خپل اجرایی اعتبار له لاسه ورکړ دایران دبلاسټیک توغندیو په فعالیتونو بندیز وو .
زاخاروواو وویل خو دملګروملتونو دامنیت شورا په ۲۲۳۱پریکړه لیک کښې دغه حالت اسان کړی شوی او ایران یوازې د اټومی خولیو د وړونکو توغندیو له توغولو منع شوی دی او زیاته یې کړه مونږ داسې کوم اطلاعات نلرو چې وښیی ایران دغه بلاسټیک توغندی د اټومی وسلو د توغولولپاره جوړ کړی وې .

Add new comment