دوښمن په ایران د برید جرئت نه لری

د تهران د جمعې لمانځه خطیب آیت الله امامی کاشانی وویل په ډګر کې د خلکو پراخ شتون او د ایران د وسله والو ځواکونو اقتدار له دښمن د ایران په خاوره د هر ډول تعرض جرئت اخیستی دی .  
آیت الله محمد امامی کاشانی د جمغی لنماڅه  په خطبه کې د ایران له توغندیزو آزموینو د نړۍ والو قدرتونو اندیښنو ته په اشارې سره تینګار وکړ د ایران وسله وال ځواکونه به د ایران د اسلامی جمهوریت د امنیت د تأمین لپاره هیڅ کومه هڅه ونه سپموی.
د تهران د جمعې لمانځه خطیب د ایران د ایران جمهوریت نظام د نړۍ د ټولو هیوادونو لپاره بیلګه وباله او زیاته ېې کړه دیری حکومتونه د خپلو یا نورو ملتونو د استعمار او استثمار هڅه کوی  خو د ایران اسلامی جمهوریت د خپل ملت د حقوقو د تأمین هلې ځلې کوی .
ایت ال..ه امامی کاشانی دپارلمان او خبره ګانو شورا په تیرو ټاکنو کې د ایران دخلکو پراخ ګډون ته په اشارې سره وویل په دې تاکنو کې تر ۶۰ سلنه د زیاتو خلکو ګډون د ایران د اسلامی انقلاب دوښمنانو ته مناسب ځواب ؤ .
د جمعې لنډ مهاله امام د خلکو حقوقو ته پایبند والی او د دری ګونو قواوو له خوا د اقتصادی ودې او د خلکو د ستونځو د حل لپآره هڅې د یوه اسلامی حکومت بارز نښه وبلله او زیاته ېې کړه د ایران اسلامی جمهوریت د اسلام له هویت او د ولایت فقیه له موجودیته را منځته شوی دی .
هغه د سیمې په یو شمیر هیوادونو کې د بحرانونو دوام ته په اشارې سره وویل د ایران اسلامی جمهوریت تل له سیاسی لارو د اختلافاتو په حل ټینګار کړی دی.

Add new comment