په اچین کې ۲۴ تنه داعش وسله وال ووژل شول
د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په ده سړک او پانسر سیمه کې د ملي اردو ځواکونو د بریدونو په ترڅ کې ۲۴ داعش وسله وال وژل شوي . د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وایي ، د دغو کسانو د یو شمېر جسدونه یې هم په سیمه کې پاتی دي . هغه زیاتوي، دوی غوښتل تېره شپه د امنیتي ځواکونو په پوستو بریدونه ترسره کړي، چې د دوی د بریدونو وړاندې پرې د امنیتي ځواکونو له خوا برید وشو،چې د وژل شوو داعش مخالفینو څخه یې د درې تنو جسدونه هم په سیمه کې پاتي دي .
Add new comment