امریکا،صهونیسټ رژیم اوعربستان په سیمې کې په فتنې پسې دی

دالمیادین ټیلیوژنی چینل راپوروراکړ  دلبنان دحزب ا... غورځنګ عمومی منشی سید حسن نصر ا...  پرون ناؤخته  په یولړڅرګندونو کې  وویل    هغه دورغ چې  دلبنان په  ځینو سیمو کې   دځیو پښو په باب  په ټولنیزو چینلونو کې خپریږی  هیڅ واقعیّت نه لری  او دغه شان پیښې اصلا نه دی شوی   داسې ډیرې فتنه ګرې دسیسې  شته چې سعودی عربستان  ئې دسیمې دناکرارولو  او دفتنو دزیاتولو لپاره پلی کوی  خو باید ووایو چې نور له عربستانه  وخت تیر شوی او دغه دسیسې به ئې بریالۍ  نه شی  ال سعود رژیم  دامریکا او صهونیسټ رژیم  دپلانونو په مجری بدل شوی  او دهمدغې دسیسې په خاطر آل سعود رژیم  دعربستان  ستر دینی عالم شیخ نمر باقر النمر هم په بیدردۍ سره شهید کړ.

سید حسن نصر ا...  دمقاومت پلویانوته په خطاب کې ویلی دی ،  واټونو ته د وتلو هیڅ اړتیا نشته   هره یوه پیښه  چې کیږی ،مونږ باید   په  داسې متمدنانه غبرګونونو پسې شو  چې دمونږ دموخو  په ګټه دی
دلبنان دحزب ا...غورځنګ  عمومی منشی  داسلامی سپیڅلتیاؤ  هرډول سپکاوی  محکوم کړل او وې ویل  دغه کار نه یوازې تیروتنه ده ،بلکې  ګناه هم ده . هغه وویل  د نامتو اسلامی شخصیتونو سپکاوی دفتنې  خورا خطرناک عامل دی  چې  بیلابیل لوری  ددغې فتنې دخورولو په لار ه کې فعالیتونه کوی  او دامریکا ،صهونیسټ رژیم  اوعربستان ئې ملاتړ کوی  خو  اسلامی امت اوس ویش شوی او د غه ډول دسیسې  به   ناکامې کړی .

Add new comment