دیورپوټ له مخې د پاکستان د وحدت اسلامی شورا د عمومی منشی
مرستیال شیخ امین شهیدی د پاکستان په خلکو کښې د لبنان د حزب ا... غورځنګ په ځانګړی موقعیت باندې په ټینګار سره وویل: د فارس خلیج د ملګرتیا شورا دا کار د صهیونیسټی رژیم او د هغه د انډیوالانو د اسلامی ضده سیاستونو په ګټه دی.
د پاکستان یو مشهور عالم محمد حیدر هم په دې هکله وویل: د فارس خلیج د څنډې د ځینو عرب هیوادونو دا پریکړه په سیمه کښې د صهیونیسټی رژیم د جنګ غواړو اهدافو د خوش خدمتۍ په لړ کښې شوې ده.
هغه ټینګار وکړ چې د لبنان حزب ا... به په دې روانی او نفسیاتی جنګونو سره هیڅکله کمزوری نه شی.
د ویلو ده چې د فارس خلیج د ملګرتیا شورا تیره چارشنبه په یو غلیمانه اقدام کښې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د لبنان حزب ا... غورځنګ د ترهګرو ډلو په لسټ کښې شامل کړ.
Add new comment