دیمن په صنعا دسعودی عربستان په حملې کښې څلویښت کسان ووژل شول

 پریس ټی وی چینل راپور ورکړ دسعودی عربستان جنګی الوتکو پرون دیمن دپلازمینې صنعا په خلقه بازار سختو بمباریو سره کابو څلویښت(۴۰) بې ګناه ملکی خلک مړ او دیرش (۳۰)نور سخت ژوبل کړل .
دسعودی عربستان جنګی الوتکو پرون دغه راز څو ځله دیمن په مرکز کښې په مارب ولایت کښې په صرواح سیمې کښې دخلکو په کورونو او کروندو حملې وکړې چې د مرګ ژوبلو راپور یې نه دی رسیدلی .
سعودی عربستان له اسرائیلو او ځینو عربو هیوادونو سره یوځاې دامریکا او انګلستان په حکم او اجازې سره د تیرې میلادی کال له مارچ میاشتې راهسې دیمن دخلکو پرضد سختې بمبارې او حملې پیل کړی دی چې اوس هم دوام لری .
په یمن دسعودی عربستان تر مشرۍ لاندې دائتلاف دځواکونو په هوایی حملو کښې په زرګونو بې ګناه خلک چې اکثره یې ماشومان ، ښځې او بوډاګان دی وژل شوی دی .
سعودی عربستان په ټولو اسلامی هیوادونو کښې دترهګرو ډلو جوړونکی او ورسره ستر مالی مرسته کونکی هیواد دی .
سعودی عربستان په سیمه کښې داسرائیلو ،امریکا او انګلستان دپلانونو اجرا کونکی او دهغوې دګټو تامینونکی دی .

Add new comment