د جنګی جنایتکارانو په توګه د سعودی رژیم د مشرانو د محاکمه کولو کمپاین جوړ شوئ
د یو شمیر یمنی فعالانو په کوښښ سره، د جنګی جنایت کارانو په توګه د سعودی رژیم د مشرانو د محاکمه کیدو لپاره، د جنایی بین المللی محکمې څخه د نړیوال حقوقی شکایت کمپاین پیل شوئ دئ.
پدغه حقوقی شکایت کی، د یمن خلګو په ضد د عربستان یو شمیر جنایتونو ته په اشارې سره د جنایی نړیوالې محکمې څخه چی، د نسل وژنې او جنګې جرمونو ته د رسیدګۍ صلاحیت لری؛ غوښتل شوی دي چی، د سعودی ماشوم وژونکی رژیم مشرانو ته د سزا ورکونې په وړاندی، پخپل مسؤلیت عمل وکړی.
پدغه کمپاین کی، د ټولې نړۍ له خلګو څخه د پام وړ امضا ګانو د ټولولو په صورت کی، دغه حقوقی شکایت، په جنایی بین المللی محکمه کی د رسیدګۍ وړتیا مومی، او حقوق پوهانو او حقوقی مؤسسو ته دا امکان برابروی، چی د یمنی غیر پوځی خلګو په خلاف، د آل سعود رژیم د جنایتونو په استناد سره، د هغوی د محاکمه کیدو مسئله تعقیبه کړی.
پدغه کمپاین کی د برخه اخیستو لپاره، دغه آدرس(*) ته مراجعه وکړئ،
او له دغه حقوقی شکایت څخه ملاتړ وکړئ.
* https://www.change.org/p/international-criminal-court-saudi-arabia-must-...
* https://goo.gl/oqW5R0
د دغه حقوفی شکایت متن دا ډول دئ:
آیا تاسی، د جنګی جنایتونو د سرته رسولو له کبله، په بین المللی محکمو کی د سعودی رژیم د مقامونو د تعقیبیدو او محاکمې سره موافق یاستئ؟
بین المللی جنایی محکمه(ICC)، څلورو ډیرو سترو جرمونو ته د رسیدګۍ صلاحیت لری:
نسل وژنه- د بشریت په ضد جرمونه- جنګی جرمونه او د تیری کولو جرم
په عربستان باندی اړول شوی تورونه:
د هغو شمیرنو سره سم چی د یمن د حقوقو او پراختیا د قانونی مرکز له خوا، خپرې شوی دی. ( د ۲۰۱۶ م کال د جنورۍ تر ۱۹ مې نیټې پوری):
۱ : د ۴۶۲۸ تنه نارینه ؤو، ۱۵۱۹تنې ښځو، او ۱۹۹۶ تنه ماشومانو په شمول، د هوایی او ځمکنیو حملو په ترځ کی، د ۸۱۴۳ کسانو وژل.
۲ : د ۱۱۸۲۶ نارینه ؤو، ۱۵۷۶ښځو، او ۱۷۸۲ ماشومانو په شمول، د ۱۵۱۸۴ کسانو ټپیانول.
۳ : د عربستان د حملو له کبله،د یمن په داخل کی، یا د پولو څخه په بهر کی؛ د څه باندی ۱۲۰۰۰۰۰ تنو یمنیانو کډ والیدل.
۴ : د روغتونونو او درملیزو مرکزونو؛ حتی د ملګرو ملتونو د بی پولې ډاکټرانو د روغتون بمبارول.
۵ : د خوشه ای بمونو په شان د یو شمیر منع شویو وسلو څخه کار اخیستل،
۶ : د پراخې او هر اړخیزې کلابندۍ، او د یمن داخل ته د بشر دوستانه مرستو لیژلو ته د اجازې نه ورکولو له کبله، په خطر کی د یمن خلګو د ژوندانه اچول.
۷ : د ۱۴ ؤ هوایی ډګرونو، ۱۰ بندرونو، ۵۱۲ لارو او پلونو، ۱۲۵ بریښنایی تاسیساتو او جنراټورونو، د اوبو د ۱۶۴ مخزنونو او شبکو، ۹۷۰ دولتی ودانیو، د خواړه د ۵۴۶ ؤ ګدامونو، ۳۵۳ بازارونو او سوداګری مرکزونو، د خوراکی توکو ۴۰۹ وړونکو کار وانونو، ۲۳۸ د پټرولو پمپونو، ۱۹۰ کارخانو، ۴۲ ورزشی مرکزونو او لوبغاړو، د غلو ۷ ؤ سیلوګانو، د څارویو او مرغانو ۱۲۵ ځایونو په شمول؛ د یمن هیواد د بیخ بنایی سیسټمونو او اقتصادی ځایونو بمبارول او له منځه وړل.
۸ ؛ د ۳۲۵۱۳۷ کورونو، ۲۳۸ خدماتی مرکزونو، ۵۶۹ ښوونځیو او تعلیمی مؤسسو، ۳۹ پوهنتونی کالونیو، ۱۶ رسندویی ودانیو، ۶۱۵ مسجدونو، ۵۹ لرغونو آثارو، او ۱۱۹ ټوریسټی او سیاحتی مرکزونو په شمول؛ د کورونو او د ټولنیزو خدماتو د ځایونو ویجاړول.
Add new comment