د امريکا په کنساس ايالت کې ۷ تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان دي

د سيمه ييزو رسنيو له قراره د امريکا د متحده ایالاتو په کنساس ايالت کې د ډزو په مهال ۷ تنه وژل شوي دي.
دا پيښه د ياد ايالت په هيسټن ښار کې دماشین جوړلو په يوه شرکت کې رامنځته شوې ده.
سيمه ييز پوليس وايي يو تن مزدور په نورو ملګرو ناتاره ډزې کړې او ۷ تنه يې وژلي، په پېښه کې ۳۰ تنه ټپيان شوي هم دي.
د کمپنۍ محافظينو ډزي کونکی سړی هم په متقابلو ډزو کې وژلی.
له پيښي وروسته ټپيان شوي کسان سيمي ته نژدې روغتون ته د تداوي په موخه انتقال شوي.
د پوليسو په وينا ډزي کونکی د همدې کمپنۍ مزدور و، د پيښي تحقيقات پيل شوي خو تر اوسه پوري پوليس په دې نه دي توانېدلي چې د پېښي وجوهات ځان ته معلوم کړي.
د يادونې ده چې څو ورځې وړاندې هم د امريکا د مشي ګن ايالت په مختلفو سيمو کې د يو تن لخوا په ډزو کې ۶ تنه وژل شوي وو.
ورته پيښي د دې هيواد په بيلابيلو ايالتونو کې زياتې شوي چې د امريکا حکومت يې د لا زياتي ويري ښکار کړې ده.

Add new comment