سعودی عربستان په لبنان کښې ماتی خوړلی ده

واللا صهیونیسټی اینټرنیټ پاڼې راپور ورکړ دلبنان پرضد د سعودی عربستان، متحده عربی اماراتو، بحرین ، کویت او قطر فیصلې دلبنان خلکو ته سخت او جدی اقتصادی ګوزار ورکوی او دغه فیصلې دهغه ستر جنګ په چوکاټ کښې دی چې په مینځنی ختیځ کښې دسعودی عربستان او د هغه دملاتړو عربو هیوادونو لخوا د مقاومت دچورلیز پرضد شروع کړی شوی دی .
دغه اسراییلی اینټرنیټ سایټ په پاې کښې دغه نتیجه اخیستی ده چې سعودی عربستان او ملګرو یې دلبنان پرضد ددغو فیصلو په ترسره کولو سره په حقیقت کښې په لبنان کښې دخپلو سیاستونو په ماتی او د مقاومت د چورلیز په بریالیتوب اعتراف کړی دی او دغه چاره ددې ښودنه کوی چې هغه ډالر چې دغو عربو هیوادونو او امریکا خرچ کړی دی اپوټه نتیجه ورکړی ده او د حزب الله مقاومت او بنسټ پیاوړی شوی دی .
داسرائیلو دغه اینټرنیټ سایټ دغه راز سعودی عربستان او دهغه  عربو ملګرو ته چې فیصله یې کړی ده لبنان له مقاومت د ملاتړ او په خارجی سیاست کښې دخپلواکه دریځ دلرلو په دلیل سزا کړی خبرداری ورکړ له لبنان څخه دوتلو په بڼه کښې فضا د حزب الله لپاره لا خلاصیږی او ایران کولای شی د لبنان دضرورت وړ وسلې تامین کړی .

Add new comment