ایران دافغانستان دحالاتو په باب د۱+۶ډلې غړی شوی دی
اتمر دې ته په پام سره چې دافغانستان دحالاتو په باب همداراز دکابل حکومت اوطالبانو ډلې ترمینځ د دخبرواترو دزمینې دبرابرولو په خاطر دڅلوراړخیز کنفرانس دغونډو دترسره کیدا په باب دناخوښۍ په ښودلو سره دایران ،روسیې ، هندوستان ،چین ،پاکستان اوامریکا په شتون سره د د ۶+۱ په نامه دنوی ډلې دجوړیدا خبر ورکړ او وې ویل ، دغه ډله دڅلوراړخیزې ډلې لپاره جانشین نه ده ځکه څلور اړخیزه ډله پاکستان او امریکا هدایت کوی او چین هم له طالبانو سره سولې ته درسیدو په موخې سره ورځینی ملاتړ کوی . لکه څنګه چې افغانستان دنوی ډلې رهبری په غاړه لری تمه کیږی دویلو لپاره ډیر څه ولرل شی ..
دهندوستان ټایمز ورځپاڼې هم په دې باب لیکلی دی ، په نورو درو هیوادونو کې چې په دغې ډلې کې غړی دی ،ایران له څلوراړخیزې ډلې سره دیوځای کیدو غوښټنه کړې وه خو پآکستان او امریکا ورسره مخالفت کړی ؤ . په ۶+۱ډلې کې دروسیې شتون احتمال شته دامریکا خپګان اواندیښنې په ځان پسې ولری . داپه داسې حال کې د ی چې څه موده مخکې دروسیې چارواکو دایران ،هندوستان او ورسیې په ګډون سره دیوې نوی ډلې دجوړیدا خبرو رکړی ؤ او ویلی ئې وو چې ماسکو هیله منه د ه دغه غونډه داپریل په لومړیو کې په ماسکو کې جوړه شی .
Add new comment