شل هیوادونه دداعش ډلې دبمونو په جوړولو کښې رول لرلی دی

لندن کښې دیره د وسله والو شخړو د تحقیقاتو په نوم د ډلې دڅیړنې نتیجو چې پرون خپرې شوې وښودله  حکومت او شرکتونه باید دتارونو ، کیمیاوی موادو او نورو تجهیزاتو په انتقال د څارنې لپاره ډیر اقدامات  وکړی .
ددغه ډلې نتیجې  چې شل (۲۰)میاشتې وخت یې اخیستی دی وایی دهغو تجیهزاتو چې داعش ډلې د بمونو دجوړولو لپاره استعمال کړی دی څه دپاسه اووه سوه(۷۰۰) پرزې دترکیې، امریکا او برازیل شرکتونو تولید کړی یا یې خرڅ کړی دی .
دغه تحقیق وایی چې دترکیې دیارلس(۱۳) شرکتونو دبمونو دجوړولو لپاره د دداعش ډلې دضرورت وړ پرزور په تامینولو کښې رول لرلی دی او  دهندوستان اوو (۷)شرکتونو هم په دې زمینه کښې فعالیت لرلی دی .
ترکیه له سعودی عربستان او قطر سره یوځاې په سوریې او عراق  کښې د ترهګرو ډلو د وسلو او مالی مرستو ستر تامینونکی هیواد دی

Add new comment