په بحرین کښې د سعودی ځواکونو په شتون سخت اعتراض وشه
د بحرین د مختلفو سیمو خلکو پخپل هیواد کښې د سعودی پوځیانو په شتون باندې په اعتراض کښې مظاهرې وکړې.
د مرآة البحرین خبری سایټ د خبر له مخې د بحرین خلکو پرون په مختلفو سیمو کښې د مظاهرو په کولو سره پخپل هیواد کښې د عربستانی پوځیانو شتون وغنده.
خبر زیاتوی چې معترضانو په بحرین کښې له سیاسی بندیانو سره پیوستون اعلان کړ کوم چې له سختو شرایطو سره مخ دی، او ټینګار یې وکړ چې دغه سخت شرایط سبب شوی چې په لس هاو بندیانو لوږتړ پیل کړی دی.
د ویلو ده چې آل خلیفه رژیم د سعودی پوځیانو او د اماراتو د امنیتی مامورانو په مرستې سره چې د جزیرې د سپر ځواکونو په چوکاټ کښې په بحرین کښې دیره شوی دی او همداشان د ځینو نورو عربو هیوادونو د ځواکونو په مرسته د بحرین د خلکو اعتراضونه ځپی.
Add new comment