فلسطین نړیواله ټولنه د اسرائیلو خلاف تحرک ته راوبلله

په ملګرو ملتو کښې د فلسطین دایمی استازی نړیواله ټولنه د صهیونیسټی رژیم د جنایتونو د بندولو لپاره د سمدستی تابیاو غوره کولو ته وروبلله.
د قدس خبری آژانس د خبر له مخې په ملګرو ملتو کښې د فلسطین دایمی استازی ریاض منصور د نړیوالو او بشری قوانیو او همداشان د بشری حقوقو په اساس پرخپلو ژمنو پابندۍ ته د اسرائیلو په مجبورولو باندې په ټینګار سره وویل: نه دی پریښودل پکار چې صهیونیسټی رژیم ځان له قانونه لوړ وګڼی.
منصور د اسرائیلو لخوا د فلسطینی ځمکو د نیواک د ختمیدو په ضرورت باندې په ټینګار سره له نړیوالې ټولنې په تیره بیا له امنیت شورا وغوښتل چې د فلسطین د خلکو په خلاف د صهیونیسټانو د جنایتونو د بندولو لپاره پرخپلو مسئولیتونو عمل وکړی او فوری تدابیر دې غوره کړی.
په ملګرو ملتو کښې د فلسطین دائمی استازی څرګنده کړه: ترڅو چې د فلسطین خلک ملاتړی ونه لری او د هغوی د ملی او روا ارمانونو د پوره کیدو لپاره هیڅ حقوقی او قانونی اقدام ونه شی تر هغې به اسرائیل خپلو جنایتونو ته هم دغه شان دوام ورکړی چې نتیجه یې د فلسطینی شهیدانو د شمیر زیاتیدل دی.

Add new comment