اسلامی ډیموکراسی ۲
پرون د ۱۳۹۴ لمریزکال د کب اومه نیټه وه . د اسلامی ایران غیرتی ولس یو ځل بیا د اسلامی شورا په لسم پړاو او د خبرګانوشورا په پینځم پړاو انتخاباتو کې په خپل میلیونی او ولولناک شتون سره د رایو صندوقونو ته ورغله او د ایران د اسلامی جمهوریت د سپیڅلی نظام د مخالفانو او دښمنانو درستې اندازې او دسیسې یې شنډې کړې او دا یې ثابته کړه چی د ۳۷ کلونو په تیریدا سره هماغه راز د ایران اسلامی نظام ته وفاداره دی .
د رایو د ورکولو په مرکزونو کې حتی له ټاکل شوی وخته مخکې د خلکو اوږده صفونه جوړ شوی وو او په همدې خاطر د رایو ورکولو وخت څو ځله تمدید او تر شپې دولس بجو پورې خلک د رایو ورکولو په صفونو کې دریدلی وو .
د اسلامی ایران د انتخاباتو د کمیټۍ لخوا د خپرو شویو راپورونو په اساس چی د ایران د کورنیو چارو په وزارت کې دی ، په انتخاباتو کې د خلکو ګډون اویا فیصدو ته رسیدلی دی . د ایران د اسلامی جمهوریت د سپیڅلی نظام دښمنانانو او مخالفانو له میاشتو راهیسې تبلیغات کول چی خلک د رایو په مرکزونو کې حاضر نشی ، خو د ایران اولس چی ممکنه ده په حکومت نیوکه هم ولرلې شی ، خو کله چی خبره د ایران د اسلامی جمهوریت د سپیڅلی نظام د دفاع او ایډیال پالنې وی ، نو تل یې د دښمنانو او مخالفانو پوزه په خاورو مږلی ده . د ایران اولس تل د ولسمشرۍ ، د اسلامی شورا ، د رهبرۍ د خبرګانو شورا او ښاروالیو انتخاباتو په شمول په بیلا بیلو انتخاباتو کې چی په مختلفو وختونو کې ترسره کیږی ، بلکې هر کال د اسلامی انقلاب د بریالیتوب په کلیزه یا د روژې د مبارکې میاشتې په وروستی جمعه یعنی قدس ورځ لاریونونو کې په خپل میلیونی شتون د ایران د اسلامی جمهوریت د سپیڅلی نظام دښمنان ناهیلی او غوسه کړی دی .
په انتخاباتو کې د ایرانی ولس اویا فیصدی ګډون کومه ټوکه نده . په لویدیځو هیوادونو کې چی کله انتخابات ترسره کیږی نو د خلکو له دیرشو تر پینځه دیرشو فیصدو پورې شتون ډیر ښه او مطلوب بلل کیږی ، خو د هغو دوه برابر شتون چی په اسلامی ایران کې ترسره کیږی ، د هغو له نظره کوم اهمیت نلری ځکه چی د هغو سپیرې موخې نه تامینوی .
په دې معنا چی لویدیځ او امریکا په حقیقت کې ډیموکراسۍ پسې ندی بلکې د خپلو مهرو او ګوډاګیانو په راوستلو پسې دی چی په هر ډول او پلان چی وی ، قدرت ته یې ورسوی خو د ایران اسلامی نظام د ایران داسلامی جمهوریت د بنسټ ګرحضرت امام خمینی رح په وسیله داسې پلان او برابر شوی چی پکې دښمن ته د لاسوهنې اجازه نه ورکوی او که امریکا او لویدیځ واقعا ډیموکراسی ته پام وای نو د سیمې ستر دیکتاتوران چی د خلکو حقوقو یې چیخنی کړی ، د هغو بهترین دوستان نه وو او په مصر کې به یې د اخوان المسلمین د حکومت پرضد چی د خلکو په اکثریتی رایو سره رامینځته شوی وو ، له کودتا ملاتړ نه کاوه او یا هم د افغانستان د ولسمشرۍ د ۱۳۹۳ لمریز کال په انتخاباتو کې به یې لاسوهنه نه کوله چی د امریکا خارجه وزیر جان کیری د خلکو رایو ته بیخی بې پامی وکړه او د افغانستان لپاره یې د ملی وحدت حکومت نسخه رامینځته کړه . د افغانستان د اساسی قانون په اپوټه یې یو کاندید ولسمشر او هغه سیال یې د حکومت اجرایی مشر اعلان کړ او د یوه نیم کال مخکې انتخاباتو نتیجې د تیرې اونۍ په وروستیو کې اعلان شوی .دا هماغه ډیموکراسی ده چی په افغانستان د حملې په وخت د امریکا د هغه وخت ولسمشر بوش یې اعلان کړی او ویلی یې وو چی په افغانستان کې به داسې ډیموکراسۍ ځای پر ځای شی چی د سیمې د نورو هیوادونو لپاره به بیلګه وی اوس باید له امریکایی چارواکو وپوښتل چی د تاسو بیلګه ډیموکراسی چیرته ده ؟
په یوه هیواد کې حقیقی ډیموکراسی هغه وخت رامینځته کیږی چی د پردیو په تیره بیا د استعمار پالو له لاسوهنو لیرې په یوه ازاد او خپلواکه چاپیریال او د هغه هیواد د ملی ګټو ، دینی او دودیزو ارزښتونو په اساس وی او خلک په حقیقی ډول د رایو له لارې خپله اراده نندارې ته وړاندې کړی نه دا چی د خلکو اراده واخیستل شی .
لکه څرنګه چی د افغانستان د ۱۳۹۳ لمریز کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د خلکو اراده د امریکا په وسیله واخیستل شوه او ای کاش خلکو په تیره بیا د سیمې مسلمانانو له حقیقی اسلامی ډیموکراسۍ چی له ۳۷ کلونو راهیسې په ایران کې واکمنه ده ، بیلګه اخیستلی وای .
Add new comment