په لویدیځ کښې ټولو ځوانانو ته (5)

{mp3remote}http://media2.ws.irib.ir/pashto/media/k2/audio/99336.mp3{/mp3remote}

د ایران د اسلامی انقلاب معظم رهبر یو ځل بیا په یو له مینې ډک لیک کښې لویدیځ ځوانان خپل مخاطب وګرځول. د حضرت آیت ... العظمی خامنه ای وړومبے لیک لس میاشتې مخکې خپور شو او زیات نړیوال انعکاسونه یې ولرل.
د وړومبنی لیک تر ټولو اصلی محور د قران شریف او د خداے دګران رسول (ص) سنتو ته نېغ په نېغه د مراجعه کولو له لارې د اسلام بې واسطې پېژندګلو ته د ځوانانو بلنه وه. حضرت آیت ا.. العظمی خامنه ای د خپل وړومبنی لیک په یوه برخه کښې ولیکل: ((زۀ تاسوځوانان خپل مخاطب ګرځوم، نۀ په دې علت چې ستاسو پلارانو او مائېندو ته بې پامی کوم، بلکې په دې وجه چې ستاسو د ملتونو او ملکونو مستقبل ستاسو په لاسو کښې وینم او د حقیقت لټونې حس ستاسو په زړونو کښې زیات ژوندے او بېدار وینم. همدارنګ په دې لیک کښې ستاسو سیاستوالانو او واکمنانو ته خطاب نۀ کوم، ځکه چې زۀ په دې باور لرم چې هغوی په اګاهانه او شعوری توګه د سیاست لاره د صداقت او رښتینولۍ له لارې بیله کړې ده.))
د دوی دویم لیک هم ځوانانو ته خطاب ؤ. د ایران د اسلامی انقلاب معظم رهبر په ایمان سره د پاک فطرت ځوانانو ته لیکی: ((زۀ یقین لرم چې یوازې تاسو ځوانان یئ چې له نننیو ناخوالو نه په درس اخېستلو سره د راتلونکی او مستقبل د جوړولو لپاره نوې لارې پیدا کولې شئ او د هغو بې لاریو مخه نیولې شئ چې لویدیځ یې نن دې حال ته رسولے دے.))
گوینده:
حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای د اوسنۍ پېړۍ د انقلاب ترټولو ستر رهبر او لارښود دے. د هغو مسلمانو خلقو انقلاب چې د ټولو استکباری قوتونو په وړاندې اودرېدل او له خپلې خپلواکۍ او دینی ارزښتونو څخه یې په مېړانې سره دفاع وکړه. د دغه انقلاب کامیابی او د څلورو لسیزو په دوران کښې د هغۀ دوام د ولسی او دینی غورځنګونو په باره کښې انډولونه ګډوډ کړل. ایران اوس په سیمه کښې یو تاثیر کوونکے او نه انکارېدونکے قوت دے چې نړیوال قوتونه نه شی کولې په اسانۍ سره پرې سترګې پټې کړی. د دې باوجود ولې د دغه هېواد لوړرتبه رهبر د لویدیځ له واکمنانو سره خبرې نه کوی او د اروپا او امریکې ځوانه طبقه مخاطبه ګرځوی.
په ډېپلومېسی ډګر کښې دوه اصطلاح ګانې یعنې (( دودیزه ډیپلومېسی)) او ((عمومی ډیپلومېسی)) زیات لرغونوالے لری. خو په اوسنۍ پېړۍ کښې ((د ځوانانو ډېپلومېسی))په نامه د ډېپلومېسۍ یو بل ډول راڅرګند شوے دے. دودیزه ډېپلومېسی په یو لړ وظائقو او اقداماتو مشتمله ده چې له پخوا څخه د هر هېواد د بهرنیو چارو وزارت او سفیران له نورو هېوادونو سره په اړوندو مسائلو کښې ترسره کوی. عمومی ډېپلومېسی چې یو پراخه مفهوم لری چې د دودیزې ډېپلومېسۍ د حرکت لپاره د هېوادونو د فضاء د برابرولو لپاره یو لړ پروګرامونه پکې شاملیږی. خو په نننۍ نړۍ کښې د ځوانانو د ډېپلومېسۍ استعمال څه دے؟
د ځوانۍ د دوران ارزښتمن خصوصیتونه تل د نفسیات پېژاندو او متفکرانو د پام وړ وو او دی. د ځوانانو د ډېپلومېسۍ استعمال د ځوانانو د خاصو روحییو په وجه زیاته کلتوری وسیله ګڼل کیږی. ماهران باوری دی چې د ځوانانو روحیه محافظه کاره نه ده بلکې اصلاح غوښتونکې ده. ځوانان له عقلنمدۍ سره له یو مل هېجانه ډک دی. په نننۍ اصطلاح کښې د ځوانانو ډېپلومېسی کوشش کوی چې د حکومتونو د اهدافو لپاره د ځوانانو له انرجۍاستفاده وکړی. برطانیه وړومبنے هغه هېواد دے چې په ازمېښتی توګه د ځوانانو او پوهنتونیانو له ځواک څخه په ګټه اخېستو سره یې په پوهنتونونو کښې د ځوانانو ډېپلومېسی شروع کړه. برطانوی فعالو محصیلینو کوشش کوۀ چې د ځوانۍ د دوران له هم هغه هېجان او انرجۍ څخه په استفادې سره د مهاجرو محصیلینو لپاره د برطانیې یوه ښه څېره وړاندې کړی او په دا ډول چې هر مهاجر محصل به کله خپل هېواد ته ستنېدۀ نو د برطانوی حکومت لپاره به یو ټریبیون ګڼل کېدۀ. نورو اروپائی هېوادونو هم له دغه پلان څخه هرکلے وکړ او په مختلفو طریقو سره یې د ځوانانو ډېپلومېسی شروع کړه. فرانسویانو کوشش وکړ چې له نورو سره د مرستې لپاره د ځینو ځوانانو له شوق او ولولې څخه په استفادې سره په ځینو هغو هېوادونو کښې چې مخکې د فرانسې مستعمرې وې په سېمبولکه توګه بشردوستانه کارونه ترسره کړی. مقصد یې دا ؤ چې د هغو هېوادونو د خلقو له ذهنونو څخه د استعمار تراخۀ یادونه تر یوه حده ختم کړی.
په دې تعریف سره په ښۀ توګه جوته ده چې د ځوانانو د ډېپلومېسۍ نننۍ اصطلاح د ځوان انرجۍ ته د حکومتونو د اهدافو په خدمت کښې د یوې وسیلې په توګه ګوری. خو آیا دا ټول هغه څه دی چې له ځوان نسل څخه یې امید ولروو؟
هغه لیکونه چې د اسلامی انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای لویدیځو ځوانانو ته ولیکل د ځوانانو په ډېپلومېسۍ کښې د یو نوی باب شروع کوونکی کېدې شی. په دغو دوو لیکونو باندې واکمن روح فکر کونې، پوهې او حقیقت غوښتنې ته د ځوانانو بلنه ده. حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای په دغو دوو لیکونو کښې په حقیقت کښې د انسان د حق لټونې فطرت ته خطاب کوی چې دغه فطرت په ځوانانو کښې له نورو نه زیات نورانی او پاک دے. دوی له ځوانانو غواړی چې د خپلو خداے ورکړیو استعدادونو په استفادې سره نړۍ د سولې او روغې جوړې لوری ته او د عدل ، انصاف او له ظلم سره د دښمنۍ په شان لوړو انسانی ارزښتونو لوری ته مخ په وړاندې بوځی.
ځوانی د هر موجود په تېره بیا د انسان تر ټولو غوره او حساس دوران ګڼل کیږی. په همدې دوران کښې دی چې انسان کولې شی خپل برخلیک وټاکی او خپل راتلونکے افق روښانه او ځلانه کړی او یا یې تور او تاریکه کړی. په هره زمانه کښې ځوانانو ته زیاته پاملرنه کیږی او په ټولنو کښې د مختلفو حرکتونو په بڼه نیونه کښې موثره کردار ادا کوی. ځوان لا تر اوسه د چاپېریال په نابرابریو کښې ډوب شوے نه دے او ورسره یې عادت نۀ دے پېدا کړے په هغۀ کښې د انصاف غوښتې او له مظلومانو څخه د ملاتړ صفت لا زیات ځلانده دے. د ځوانۍ دوران د کوشش، تلاش، تحرک او ولولې دوران دے او ځوانان زر له حقائقو سره زړۀ تړی او په عمل کښې هم بې باکه او جرائت لرونکی دی. ځوانان که یو څیز حق ووینی نو په ثابتولو کښې یې مقاومت کوی.
د قران له نظره د یو ځوان یو بل خصوصیت د مېړانې او زړۀ ور توب لرل دی.دا دواړه د انسان د کمال صفتونه دی چې زیاتره په ځوانانو کښې څرګند وی. په همدې دلیل دی چې د الهی پېغمبرانو علیهم السلام ملګری به تل ځوانان وو. د خداے ګران رسول (ص) فرمائی: (( تاسو ته د زلمیانو او ځوانانو په اړه د نېکۍ سپارښتنه کوم چې هغوی زیات نرم او فضیلت منونکے زړۀ لری. خداے پاک زۀ په پېغمبرۍ وګمارلم چې خلقو ته د الهی رحمت زېرے ورکړم او د هغۀ له عذابه یې اویروم. ځوانانو مې خبره ومنله او له ما سره یې د مینې لوظ وکړ خو بوډاګانو مې له دعوته انکار وکړ او مخالفت ته راپاڅېدل.)) قران شریف د سورۀ یونس په درې اتیایم مبارک آیت کښې په حضرت موسی (ع) باندې د ایمان راوړونکو په اړه فرمائی: ((په ابتداء کښې په موسی هیچا ایمان راونړۀ مګر د هغۀ د قوم فرزندانو، په داسې حال کښې چې له فرعونه او د هغۀ له درباریانو ویرېدل چې هسې نه شکنجه یې کړی.))
له دغه مبارک آیته دوه ټکی معلومیږی: وړومبے ځوانان د دین په قبلولو کښې مخکښان وو. ځوانان د هغې شکنجې او سزاګانو د ویرې باوجود چې د دین د قبلولو له عواقبو څخه وو بیا هم دې ته تیار نه شول چې له دین څخه لاس واخلی.
د اسلامی تعلیماتو له مخې انسان چې د هر عمر وی محترم دے او د بوډاګانو او مشرانو د احترام او قدرونې په باره کښې زیات روایتونه موجود دی. د اسلام قدرمن پېغمبر (ص) فرمائی: ((ستاسو ترمېنځ د بوډاګانو شتون په تاسوباندې د الهی رحمت، لطف او د هغۀ د نعمتونو د زیاتوالی سبب دی.))
نو پکار نه دی چې بوډاګان بې فائدې او له ګټې وټې خالی انسانان وګڼوو ځکه چې هغوی د تجربو خزانې او په زیاترو مواردو کښې پوهه متفکران دی. البته په ځوانۍ باندې د رغونې او اصلاح لپاره د یو بې مثاله فرصت په توګه تل په مبارکو آیتونو او روایتونو کښې تاکید شوے دے او مثبت بدلونونه او اصلاحات زیاتره د ځوانانو لخوا رامنځته کیږی.
حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای د اسلام له انسان جوړونکو تعلیماتو څخه په الهام اخېستو، د ملتونو د برخلیک په جوړولو کښې د ځوان نسل له بې مثاله رول څخه په اګاهۍ او د انسان په پاک او الهی فطرت باندې په باور سره په ځاے د دې چې د ختمېدو په حال کښې نسل خپل مخاطب وګرځوی د شروع په حال کښې نسل ته یې خطاب کړے دے.
لویدیځی ځوانانو ته د اسلامی انقلاب د معظم رهبر لیک په انسانی او دینی نظر سره د نړۍ د پېښو په شننه باندې په تمرکز سره له نویو نسلونو سره د فکری خبرو اترو باب خلاص کړے دے او په دغو خصوصیاتو سره د دغه باب خلاصېدنه د اسلامی مرکزونو، پوهانو، شخصیتونو او سیاستوالانو لپاره یوه ښه نمونه ده.
د ایران د اسلامی انقلاب معظم رهبر لویدیځی ځوانانو ته د خپل لیک په یوه برخه کښې لیکی: ((زۀ له تاسو ځوانانو غواړم چې په یو سم شناخت او ژور نظر سره او له ناخوښوتجربو نه په عبرت اخېستلوسره له اسلامی نړۍ سره یو صحیح او شرافتمندانه تعامل او تعلق ولرئ . که داسې وشی نو په نزدې راتلونکې کښې به ووینئ چې کومه ودانۍ مو په دغه بنیاد ودرولې ده چې د جوړوونکو په سر د اطمینان او باور سیورے غوړوی ، هغوی ته د امن او ارامښت تودوالے ډالۍ کوی او د نړۍ په مخ د ځلانده مستقبل د امید ډیوه بلوی.))
د ځوانانو ډېپلومېسی هغه ډول چې د ایران د اسلامی انقلاب معظم رهبر شروع کړې ده له ورته ډولونو څخه د ډېر اوچت هدف په لټه کښې دے. د دغه لیک په کرښه کرښه کښې بېدارونه او پوهې او اګاهۍ ته بلنه څپانده ده. حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای په ملتونو باندې تپل شویو رنځونو او دردونو ته په اشارې سره په صحیح توګه د نړۍ د اوسنیو حقائقوڅېړنې او شننې او د ښه راتلونکی د جوړولو لپاره د لارو چارو کشفولو ته ځوانان رابولی. په دغه ډول ډېپلومېسۍ کښې ځوانان د حکومتونو د اهدافو د حاصلولو لپاره وسیلې نه ګڼل کیږی بلکه هغوی ته د حکومتونو او ټولنو د بدعاقبته لارې د اصلاح لپاره د یو متحرکه کوونکی ځواک په توګه پاملرنه شوې ده.

Add new comment