په لویدیځ کښې ټولو ځوانانو ته (4)
نن سبا حکومتی ترهه ګری له ترهه ګرو ډلګیو څخه په پراخو مادی او معنوی ملاتړونو سره د ځینو اسلامی پولو په دننه کښې یو پراخه کورنے جنګ رامنځته کړے دے.
په دا ډول چې د دغو ټاټوبو خلق هره شېبه له ترهه ګرو څخه په رعب او وحشت سره ژوند کوی، او د هغوی سر و مال او ناموسونه له خطر سره مخامخ دی. هغه ترهه ګری چې نن سبا یې په لویدیځو هېوادونو کښې راڅرګنده شوې ده او اروپائی ښاریز یې له ویرې او ترهې سره مخامخ کړی دی. خو څه ډول دی چې لویدیځ هېوادونه له دې سره سره چې ځانونه د نړیوالې سولې او امنیت دعوېدار بولی او له بشری حقوقو څخه د ملاتړ ادعا کوی له ترهه ګرو سره په جدی مبارزه کښې له سستۍ نه کار اخلی او یا ولې تر اوسه د هغوی حملو د قبول وړ نتیجه نۀ ده لرلې؟
د نړیوالو مسائلو ځینې کارپېژاندی باوری دی چې د ترهه ګرو ډلګیو رامنځته کېدنه او د هغوی مرستې او ملاتړونه د لویدیځو هېوادونو لخوا بڼه نیسی.
د دغو پټو ملاتړونو یو دلیل د لویدیځو هېوادونو د سیاسی او اقتصادی ګټو لپاره له ترهه ګرۍ څخه استفاده ده. آیت ا... العظمی خامنه ای د لویدیځ لخوا د ترهه ګرۍ د مرستو په اړه فرمائی: ((نن به ډېر لږ کسان داسې وی چې د القاعدې، طالبانو او ورپسې نورو ډلو په پېدا کولو،مضبوطولو او په وسلې سنبالولو کښې د امریکې له روله نۀ وی خبر.))
د مینځنی ختیځ د مسائلود ځینو نظر خاوندانو د وېنا له مخې له ترهه ګرو سره په جدی مبارزه کښې د لویدیځو هېوادونو د سستیو او غفلت یو بل دلیل د سعودی عربستان په شان د مینځنی ختیځ د سیمې د ځینو ډېکټاټورو او بې تدبیره حکومتونو او د ترهه ګرو د څرګندو ملاتړو د باج غوښتنې زیاتېدنه او اقتصادی ګټې دی. د ایران پوهه معظم رهبر په خپل وروستی لیک کښې یو بل ټکی ته هم اشاره کوی: ((د دغه نېغ په نېغه ملاتړ ترڅنګه د تکفیری دهشتګردۍ ښکاره او پیژندل شوی ملاتړی د ډېرو شاته پاتې سیاسی نظامونو له لرلو سره سره همېشه د لویدیځ (غرب) د متحدانو په صف کښې پاتې شوی دی))
خو په مینځنی ختیځ کښې د حکومتی ترهه ګرۍ یو ترټولو څرګنده او پخوانۍ نمونه صهیونېسټ غاصب رژیم دے. کلونه وشول چې دغه غاصب رژیم د فلسطین د خلقو په خلاف له تشدده په ډکو او وحشیانه اقداماتو او د دغه ټاټوبی دځای ښاریزو د ډېرو ابتدائی حقوقو په خلاف ورزۍ سره د هغوی په خاوره، مالونو ، سرونو او ناموسونو باندې تیری کوی. خو څه ډول دی چې لویدیځ هېوادونه چې ځانونه د خلقو د بشری حقوقو لپاره زیات اندېښمن ښئ له دغه حکومتی ترهه ګرۍ سره د مقابلې لپاره جدی عزم او اراده او هغه هم په دومره پراخو او اوږدمهالو اړخونو سره نه لری؟
آیا د فلسطینیانو لپاره له وړومبنیو او انسانی حقوقو څخه برخورتیا له صهیونېسټانو سره د لویدیځ د سیاسی او اقتصادی ګټو په دلیل څه معنا نه لری؟ آیا د جنګ د حقوقو د اصولو او د بشر دوستانه معاهدو له ډېرو ابتدائی اصولو سره مخالف جنګی اقدامات او د میلینونو بېګناه انسانانو او بې پناه ښځو او ماشومانو بې رحمانه قتل عام د فلسطین د مظلومو خلقو د وینو د ستر سېلاب جارې کېدنه حتی په اروپا کښې د سلو انسانانو له وژلې سره برابر ارزښت نه لری چې د بشری حقوقو د مدافعانو لخوا د غم، اندېښنې او فوری اقدام د رامنځته کېدو وړتیا ولری.
حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای د ترهه ګرۍ او بشری حقوقو د مسئلې په باره د لویدیځ د دوه رنګه پالېسۍ په اړه وفرمایل: ((تر څو چې دوه ګونی معیارونه د لویدیځ په سیاست واکمن وی او تر څو چې دهشتګردی د هغې د پیاوړو او مضبوطو ملاتړو په نظر کښې په ښه او بده تقسیمیږی ، او تر څو چې د حکومتونو ګټو ته په انسانی او اخلاقی ارزښتونو ترجیح ورکول کیږی د تاوتریخوالی جرړې په بل ځاے کښې ونۀ لټول شی.))
اوس چې د ترهه ګرۍ او بشری حقوقو په اړه د لویدیځو واکمنانو لخوا د داسې دوه رنګه سیاستونو د غوره کولو باوجود په حقیقی توګه د حالاتو د ښه کېدو نور څه امید نشته، آیت ا... العظمی خامنه ای د اسمانی دینونو د یو ډېر سوله غوښتونکی رهبر په توګه لویدیځو ځوانانو ته خطاب کوی او فرمائی: ((زۀ یقین لرم چې یوازې تاسو ځوانان یئ چې له نننیو ناخوالو نه په درس اخېستلو سره د راتلونکی او مستقبل د جوړولو لپاره نوې لارې پیدا کولې شئ او د هغو بې لاریو مخه نیولې شئ چې لویدیځ یې نن دې حال ته رسولې دے.))
د اسلامی انقلاب معظم رهبر د ویرې او اضطراب د فضاء د ختمولو او د ارامښت او امنیت د رامنځته کولو لپاره لویدیځو ځوانانو ته یو لړ لارې چارې وړاندې کوی. په لویدیځ کښې د تشدد زېږونکی تفکر اصلاح او په دې اړه له بیړه ناکو غبرګونو ډډه له دغو لارو چارو څخه دی.
په لویدیځ کښې د تندلارو او نژاد پرستو ډلو یو اقدام په اروپا کښې له اسلامه د ویرونې د څپې د زیاتوالی لپاره د ترهه ګرۍ له پېښو څخه ګټه اوچتول دی. هغه څه چې لویدیځې رسنې یې د اسلام په اړه تبلیغوی او د مسلمان ډوله ترهه ګرو اعمال نندارې ته وړاندې کوی، هغه څیز چې د سوچه اسلام له اصولو سره فرق لری، نو ځکه ځوانانو ته نه دی پکار چې د دغو منفی پروپېګنډو تر ناوړه تاثیر لاندې راشی. ځکه چې که اروپائی ځوانان د دغو رسانه ای لوبو اسیران شی نو په مسلمه توګه نه شی کولې په خپله ټولنه کښې د افراطی او له تشدده د ډکو اعمالو کنټرولولو او ورسره د مقابلې کولو او په خپلو هېوادونو کښې او په نړیواله سطح په عاقلانه او مدبرانه توګه د امنیت او ارامښت د رامنځته کولو لپاره د صحیح عمل پروګرام په مخکې ونیسی.
حقیقت دا دے چې هغه ترهه ګر چې د اسلام تر نامې لاندې په تشدد، قتل عام او وژلې لاس پورې کوی د اسلام له سوچه اصولو او تعلیماتو سره هیڅ سمون نه خوری. آیت ا... العظمی خامنه ای په دې باره کښې فرمائی: ((څنګه ممکنه ده چې د نړۍ تر ټولو د زیات اخلاقی او انسانی دینه چې په خپل بنیادی متن (اصولو) کښې د یو انسان وژل د ټول انسانیت د وژلې په شان ګڼی، د داعش په شان خځله راووځی؟))
نوځکه اروپائی ځوانان پکار دی په دومره اندازه د تشدد او وحشی ګرۍ لرونکو ترهه ګرو د جوړوونکو او پالونکو عواملو په لټه کښې وی.
بې له شکه د برابر انسانی حېثیت او کرامت لرل د بشری حقوقو له بنیادی اصولو څخه دی چې په هیڅ ډول حالاتو کښې تخصیص نه منی. له بلې خوا په ټولنه کښې امنیت او ارامښت ترلاسه کول نه یوازې نېغ په نېغه د تشدد ختمولو ته ضرورت لری بلکې د ژوند نابرابره حالات هم پکار دی له منځه لاړ شی. امنیت او ارامښت د اجتماعی عدالت د شرائطو ارتقا ده. مسلمه ده چې له یو خاص مذهب سره د تعلق او هغه هم د خپل مذهب په اړه د ځینو ترهه ګرو د دروغو ادعا په دلیل د انسانانو ترمېنځ د جوړښت د نابرابرۍ او تبعیض په شتون سره په انسانی ټولنه کښې د هر ډول سولې او ارامښت تصور ناممکن دے. نوځکه په اروپا کښې له مېشته مسلمانانو سره له تبعیضه ډک، نژادپرستانه او افراطی چلندونه او څرګندونې نه یوازې څه درد نه جوړوی بلکې په ټولنه کښې د بې اتفاقۍ او تاوتریخوالی د رامنځته کېدو سبب کیږی.
د اسلامی انقلاب معظم رهبر له ترهه ګرۍ سره په مبارزه کښې ستره غلطی بیړه ناک غبرګونونه بولی چې اتفاقاً د بېلتون سبب کیږی. دوی فرمائی: ((هر جذباتی او د وارخطائۍ اقدام چې په یورپ اوامریکه کښې استوګنه مسلمانه ټولنه چې له میلیونونو فعالو او ذمه واری قبلوونکو انسانانو جوړه ده ، په ګوښه توب، ویرې یا پرېشانۍ کښې راولی او تر پخوا زیات هغوی له خپلو اصلی حقوقو محرومه کړی او د ټولنې له ډګره یې څنډې ته کړی، نۀ یوازې ستونزه نه هواروی نه بلکې فاصلې به لازیاتې او زړۀ بدۍ به لا ژورې کړی.))
د معظم رهبر له نظره د وارخطائۍ او بیړې هر اقدام فاصلې ژوروی او کینې زیاتوی او سطحی او غبرګوګی تدابیر په خاصه توګه که قانونی بڼه پېدا کړی نو موجودې قطب بندۍ لا زیاتوی او د بحرانونو د راڅرګندېدو لپاره لاره خلاصوی. دغه قطب بندۍ هم د هېوادونو په تېره بیا د لویدیځو هېوادونو د کورنۍ ټولنې په سطح او هم په نړیواله سطح د اسلامی تمدن او لویدیځ تمدن ترمېنځ زیاتېدې شی.
دوی زیاتوی: ((د رارسېدلو خبرونو له مخې، په ځینو اروپائی هېوادونو کښې داسې قوانین اېښودل شوې دی چې ښاریز د مسلمانانو په خلاف جاسوسۍ ته مجبوروی . دغه کړنې ظالمانه دی او ټول پوهیږو چې ظلم ارو مرو د ستنېدو خاصیت لری. نو ځکه مسلمانان د دغه ناقدریو لائق نۀ دی. پېړۍ کیږی چې لویدیځه نړۍ مسلمانان ښه پېژنی. هم هغه ورځ چې لویدیځوال په اسلامی خاوره کښې مېلمانه شول او د کور د څښتن مال ته یې سترګې خړې کړې او بله ورځ چې کوربا وو او د مسلمانانو له کار او فکره یې ګټه پورته کړه، زیاتره یې بې له مهربانۍ او صبره بل څه ونه لیدل.))
په هره ټولنه کښې د ترهه ګرۍ د اقداماتو او څرګندو تاوتریخوالو رامنځته کېدنه او په ډاګه کېدنه له هغواعمالو سره د متناسبې زمینې برابرېدو ته اړتیا ده. دلته دا سوال پېدا کیږی چې څه ډول یو ځوان چې په لویدیځ کښې یې ژوند کړے دے ناڅاپه د یوې ترهه ګرې ډلې لخوا غافله کیږی او دې ته تیاریږی چې د یوې غلطې آئیډیالوجۍ د پلیدو او غېر انسانی مقاصدو په لړ کښې د خپل هېواد د اوسېدونکو په خلاف په ځان وژونکو چاودنو او د هغوی په قتل عام لاس پورې کړی؟ په خپلو هېوادونو کښې د ښاریزو له تشدده د ډکو اقداماتو یو ترټولو مهم دلیل د هغوی په خلاف د زیاتو نابرابریو او تبعیض د اعمالولو په اړه له اعتراضه ډکه ننداره ده. تبعیض او نابرابری د ټولنې په اړه د کرکې او کینې د رامنځته کېدو سبب کیږی او که د څرګندېدو لپاره فرصت پېدا کړی نو راڅرګندیږی. بې له شکه په لویدیځ کښې د صنعتی او اقتصادی انقلاب او د نژادی، جوړښتی او مذهبی تبعیضونو پائېلې په دغو هېوادونو کښې د ټولنې د مختلفو طبقو ترمېنځ د نابرابریو او د دغه هېواد د ښاریزو لپاره د تشخص د غوټو د رامنځته کېدو سبب شوې دی.
د ایران د اسلامی انقلاب معظم رهبر لویدیځو ځوانانو ته په خپل دویم لیک کښې په لویدیځ کښې د تاوتریخوالی او تشدد د مسئلې جرړې لټونې ته داسې اشاره کوی: ((له بلې خوا باید وپوښتو چې ولې هغه کسان چې په یورپ کښې پېدا شوې دی او په هماغه ماحول او چاپېریال کښې یې فکری او روحی تربیت شوے دے، په دغه شان ډلو کښې شاملیږی ؟ آیا باور کولې شوو چې ځینې کسان جنګی سیمو ته په یو دوو سفرونو سره ناڅاپه دومره افراطی او تندلارې شی چې خپل وطنوال په مشین ګنونو سره سوری کړی؟ قطعا په یو ککړ او د تاوتریخوالی په زیږوونکی چاپیریال کښې د یوعمر فرهنګی او ثقافتی تغذیې اثرات باید هېر نۀ کړې شی. پکار دی په دې مسئله کښې جامع تحلیل او شننه ولرو . داسې تحلیل اوشننه چې د ټولنې پټې او ښکاره ککړتیاوې په ګوته کړی، ښائی هغه ژوره کرکه چې د صنعتی او اقتصادی ترقۍ په کلونو کښې د نابرابریو او کله هم د قانونی او جوړښتی فرقونو په وجه د لویدیځو ټولنو د ځینو پرګنو په زړونو کښې زرغونه شوې، داسې غوټې او عقدې پېدا کړی چې کله ناکله د دغه شان بیماریو په شکل کښې پرانستل کیږی.))
----------------------------------------------
ترجمه: شاهین
Add new comment