په لویدیځ کښې ټولو ځوانانو ته لیک (3) (د لیک رسانه ای انعکاس)
د روان دیارلس سوه څلور نوی یم هجری نمریز کال د لیندۍ په نهمه نېټه د اسلامی انقلاب معظم رهبر آیت العظمی سید علی خامنه ای د لویدیځو هېوادونو ځوانانو ته یو لیک ولیکۀ
د روان دیارلس سوه څلور نوی یم هجری نمریز کال د لیندۍ په نهمه نېټه د اسلامی انقلاب معظم رهبر آیت العظمی سید علی خامنه ای د لویدیځو هېوادونو ځوانانو ته یو لیک ولیکۀ او په رسنیو کښې یې خپور کړ. په دغه لیک کښې د ترهه ګرۍ په وړاندې د امریکې متناقضو سیاستونو، په اسلامی نړۍ باندې فوځی یرغلونو او د پېرس د ترهه ګرۍ حملې غندلوته اشاره شوې او په فلسطین کښې وینې بیونه او په عراق او سوریې کښې د داعش تشدد بیان شوے دے. له دې نه علاوه له تشدد زېږوونکو افکارو او ترهه ګرۍ سره د مبارزې لازموالے د اسلامی نړۍ او لویدیځ د ګډ درد په توګه بیان شوے او ځوانانو ته د اسلام د مبین دین د دقیقې او بې واسطې مطالعې لپاره یو لړ نصیحتونه شوی دی.
دغه مهم لیک د فرانسې د ترهه ګرۍ له پېښو وروسته ولیکل شو او په چټکتیا سره یې د سیمې او نړۍ په رسنیو کښې انعکاس پېدا کړ. لویدیځو ځوانانو ته د معظم رهبر لیک په تېره بیا د لیک هغه برخه چې د مشکلاتو د هواری لپاره په حل لارو او خبرو اترو باندې د فکر کولو د لازموالی لپاره ده په چټکه توګه یې د سیمې په رسنیو کښې انعکاس وموند.
د اسلامی انقلاب معظم رهبر لویدیځو ځوانانو ته د لیک په شروع کښې وفرمایل: ((هغو ترخو پېښو چې ړندې دهشتګردۍ په فرانسې کښې رامنځته کړې، یو ځل بیا زۀ له تاسو ځوانانو سره خبرو ته وهڅولم))
دوی زیاته کړه: ((زما لپاره خواښینوونکې او افسوسناکه چاره ده چې داسې پېښې د خبرو زمینه برابره کړی، خو حقیقت دا دے چې که دردوونکی مسائل د یوې چارې د لټولو لپاره زمینه او د همفکرۍ لپاره لاره برابر نۀ کړی نو تاوان به یې دوه چنده وی.))
د دغه لیک خپرېدنې تقریباً د سیمې په ټولو رسنیو کښې انعکاس ولرۀ او اکثرو دغو رسنیو د ترهه ګرۍ او د هغې د نړیوالو ملاتړو د ماهیت په باره کښې د هغوی توجه او افشاګرۍ ته پاملرنه وکړه. د مثال په توګه د لبنان المیادین چېنل یا العهد خبری سائیټ د آیت ا... العظمی خامنه ای د لیک د ځینو برخو په خپرولو سره په اوسنیو حساسو حالاتو کښې د دوی تیز نظر او بصیرت ته اشاره وکړه او په دې زمینه کښې یې چاره لټونه د نړیوالې ټولنې له نننیو ترجیحاتو څخه وبلله.
په دغو څو ورځو کښې چې د دغه لیک له خپرېدو څخه تېریږی ګڼ شمېر لویدیځو رسنیو یې په اړه غبرګون وښود او د هغه لیک د ځینو مهمو بندونو څېړنه یې په یوې زاویې سره کړې ده. امرېکن هرالډ ټریبیون وېبپاڼې لویدیځی ځوانانو ته د اسلامی انقلاب د معظم رهبر دویم لیک منعکس کړ. دغه سائیټ لویدیځی ځوانانو ته د معظم رهبر د لیک متن او د ترهه ګرۍ په مقابل کښې د نړیوالو ادارو په دوه رنګه سیاست نیوکه، د پېرس د ترهه ګرۍ د پېښو په حقله د ناراضګۍ څرګندونه او همدارنګ د فلسطیی ولس په خلاف د صهیونېسټ رژیم په سیاستونو نیوکه خپره کړه.
همدارنګ اېسوشی اېټېډ پرېس د دغه لیک په باره کښې ولیکل، د ایران رهبر وویل، چې ړندې ترهه ګرۍ په فرانسې کښې بدې پېښې رامنځته کړې او همدې موضوع هغه دې لیک ته وهڅوۀ. هغۀ وویل چې د اسرائیلیانو او فلسطینیانو ترمېنخ د وېنې بیونې او همدا رنګ په عراق، سوریې او لبنان کښې د داعش تشدد د خواښینۍ سبب شوے دے.
فرانس پرېس د اسلام د دقیقې او بې واسطې مطالعې لپاره د ایران د ستر رهبر نصیحت د لیک اصلی محور وبلۀ او لیکلی یې دی چې علت یې د دغه دین په باره کښې د منفی تبلیغاتو او مخکې فېصلې کونو سېلاب دے. البته د اسلامی انقلاب د معظم رهبر لیک ته د دا ډول نظر په فارن پالیسی نشریه، بلومبرګ نشریه او په نیویارک مېګزین نشریه کښې هم لیدل کیږی.
سی اېن اېن خبری چېنل د لیک لیکلو موضوع ته د ایران او پینځۀ جمع یو ډلې له اېټمی خبرو اترو سره ارتباط ورکړے او د اسلامی انقلاب د معظم رهبر د لیک له خپرېدو نه دوه ورځې پس یې د هغۀ ځینې برخې خپرې کړې او د هغو ترڅنګه د دغه چېنل مفسر لیکلی دی چې په اېټمی خبرو اترو کښې د تهران او واشنګټن نزدې والی آیت ا... خامنه ای لویدیځو سنګرونو ته له ګوزار ورکولو څخه ایسار نکړے شو.
په دغه رپوټ کښې د اسلامی انقلاب د معظم رهبر د لیک متن ځینې هغه برخې چې د انګرېزۍ په شمول په مختلفو ژبو کښې ولیکلې او په مجازی فضاء کښې خپرې شوې راغلی دی. خو د رپوټ په آخر کښې لیکوال چې د معظم رهبر د پېغام د انګرېزۍ متن د خپرولو له مخې په هم هغه شکل کښې عبارتونو په درجولو مجبور ؤ چې د تهران او واشنګټن په تعلقاتو باندې له واکمنې فضاء او د اسلامی انقلاب د معظم رهبر په دریځونو باندې د دغې فضاء له تاثیر څخه خپله شننه وکړی.
د سی اېن اېن لیکوال لیکلی دی: ((آیت ا... خامنه ای دوه هفتې مخکې له ځان سره په منسوبې ټوئیټر پاڼه کښې د اېټمی خبرو اترو په اړه یو پوسټ خپور کړ او په هغۀ کښې یې هم امریکه دښمنه وبلله. هغۀ په اګست میاشت کښې په همدغه اجتماعی پاڼه کښې په فرګوسن ښار کښې د یو ځوان په وژلې باندې له معترضو رنګین پوستکو سره د امریکې د پولیسو د چلند په څه رنګوالی سخت اعتراض کړے دے.))
نیویارک ټائمز ورځپاڼه یوه بله رسنه ده چې د دغه لیک په اړه یې غبرګون وښود او وې ولیکل: ((د ایران رهبر له لویدیځو ځوانانو وغوښتل چې د سوچه او وړومبنیو سرچینو په استناد او د رسنیو له فضاء جوړونې څخه په پاک او خپلواکه درک او شناخت سره د اسلام څېړنه وکړی.)) آیت ا... خامنه ای په دوام کښې وویل، ((مسئله دا نه ده چې یو تاریخی درس ورکړو خو پوښتنه دا ده چې ولې دې مسائلو ته د لویدیځ د ډله ایز وجدان کتنه پکار دی لریو تېرو وختونو ته معطوف وی نه نننیو مشکلاتو ته؟ د دغې ورځپاڼې د لیکنې له مخې دوی زیاته کړه: ((زما تاکید دا دے چې خپله مطالعه وکړئ او ځواب ته ورسئ، ځکه چې ستاسو د ملتونو او ستاسو د هېوادونو راتلونکے ستاسو په لاسو کښې دے او تاسو حقیقت پېدا کولو ته زیات لېواله او ذمه واری قبلوونکی یئ.
فارن پالیسی نشریې هم په دې اړه ولیکل، د ایران د اسلامی جمهوریت رهبر تل ویلی دی چې د امریکې له خلقو سره دښمنی او مخالفت نه لری او د هغۀ نیوکه کوونکې وېناوې د امریکې سیاستوالانو ته خطاب دے.
نیویارک مېګزین اونیزې د اسلامی انقلاب د معظم رهبر د بشپړه لیک په خپرولو سره لویدیځو ځوانانو ته د خپل پېغام د رسولو لپاره له اجتماعی سائیټونو څخه د هغوی استفاده د نړۍ له بدلونو څخه د اګاهۍ نشه وبلله.
همدارنګ د روسیې غږ خبری سائیټ په خپله فرانسوی ژبې خپرونه کښې ولیکل: د ایران د اسلامی انقلاب رهبر د اروپا او او شمالی امریکې ځوانانو ته په خپل پېغام کښې وویل: لویدیځ د اسلام او مسلمانانو په خلاف د نفرت خورولو په لټه کښې دے.
د روسیې غږ زیاته کړه: آیت ا... خامنه ای په دغه پرانېستی لیک کښې له ځوانانو وغوښتل چې د دروغجن کمپېن قربانی نۀ شئ او اسلام د هغۀ د اصلی سرچینو یعنې قران په مرستې سره وپېژنئ.
د صهیونېسټ رژیم رسنیو د دغه لیک یوې برخې ته د پام ښودنه وکړه چې آیت ا... خامنه ای د دغه رژیم وحشی ګری بیان کړې او په دا ډول یې دا چاره منعکسه کړه چې ته به وائې نوموړے پېغام یوازې د فلسطین او صهیونېسټ رژیم په اړه دے. اسرائیل ټائمز چې یوه صهیونېسټی رسنه ده د دغه لیک په حقله ولیکل: خامنه ای وویل، اسرائیل د پېرس له ترهه ګرو زیات وحشی دے.)) او په دوام کښې یې ولیکل: ((د ایران رهبر ویلی دی: د ښارګی جوړونې په اندازه هیڅ یو شاهد د اسرائیلو د وحشیتوب بیانوونکے نه دے.)) دغې نشریې په دوام کښې داسې ولیکل: ((د ایران رهبر په خپل لیک کښې ولیکل، که د اروپا خلق اوس څو ورځې په خپلو کورونو کښې پناه اخلی او له خلقو نه په ډکو ټولنو او مرکزونو کښې له حاضرېدو ډډه کوی، یوه فلسطینی کورنۍ لسګونه کاله وشول چې حتی په خپل کور کښې د صهیونېسټ رژیم د قتل عام او ویجاړۍ له مشینرۍ نه په امان کښې نۀ ده. نن سبا کوم ډول تشدد د قساوت او سخت زړۀ توب د صهیونېسټ رژیم له ښارګی جوړونې سره پرتله کولې شوو؟))
البته روئیټرز هم د معظم رهبر د لیک له مطالبو څخه د فلسطین مسئلې ته اشاره کړې او لیکی، د ایران رهبر په دې لیک کښې د فلسطین له ځوانانو او خلقو ملاتړ کړے دے او باوری دے چې لویدیځ له صهیونېسټ رژیم څخه د ملاتړ اصلی عامل ګڼل کیږی لویدیځی ځوانان پکار دی له دې مسئلې څخه غافل نه شی.
((نوې زمانه د ارتباطاتو زمانه ده او د ایران د اسلامی جمهوریت په شان د نظامونو تګلاره په دې چاره کښې زیاته دقیقه او هوشمنده ده.))
دا د برطانیې د لګاټوم نومې د فکری مرکز د رپوټ یوه برخه ده چې د دغه لیک په څېړنه کښې یې له نوی ارتباطی رسنیو څخه د اسلامی جمهوریت د لوړ رتبه حکومتی چارواکو استفادې ته اشاره کړې او لیکی: ((د دوه زره پینځلسم کال د جنوری یویشتمه نېټه وه چې د ایران رهبر د اروپا او شمالی امریکې ځوانانو ته په لیک کښې ولیکل چې هغوی ته پېغام ورکړی چې اسلام خپله مطالعه کړی. دغه لیک د هغې فتوې په اندازه چې امام خمېنی (رح) په نولس سوه اتیایمه لسیزه کښې د سلمان رشدی په اړه ورکړه اهمیت لری. د ایران رهبر دغه لیک د چارلی اېبډو له غمیزې یوه هفته وروسته ولیکۀ چې په دې ذریعې سره لویدیځ ته وښئ چې په لویدیځو سیاستوالو نه بلکه د هغوی په ځوانانو اعتماد لری او د هغۀ د خبرو اتروطرف هغوی دی. هغۀ له لویدیځو خوانانو وغوښتل چې د اسلام په اړه غلط قضاوت ونکړی او خپله په صحیح فکرسره اسلام ته وګوری. دغه لیک له هر ډول مخکې قضاوت نه بغېر له اسلام سره دوستۍ ته د لویدیځی خوانانو رابلل وو.))
د دغه رپوټ لیکوال په دوام کښې د اسلامی انقلاب د معظم رهبر دویم لیک ته اشاره کړې او لیکی: ((د اسلامی کلتور او ارتباط ادارې په ډېرې هوښیارۍ سره وویل چې د رهبرۍ لیکونه د دنیا په یویشتو ژوندو ژبو ترجمه شوی او په دې عمل سره یې د دښمنانو لخوا یې د هر ډول خنډ اچونه، ورانکاری او تحریف شنډ کړے دے. د ایران د رهبر د پېغام په خپرولو کښې د لویدیځ له دوو اجتماعی سائیټونو څخه د استفادې تاثیر کوونکی رول خلقو ته وښودل چې د لویدیځوالو په خلاف خپله د هغوی له موجودو ظرفیتونو څخه هوښیارانه استفاده تر کومه حده په ظریفه او هوشمنده توګه بڼه نیولې شی.))
د دغه رپوټ په آخر کښې راغلی دی چې د لېټر فور یو Letter4U# یعنې تاسو ته لیک غورځنګ په بڼه نیونې سره د لیک تبلیغ او خپړنېنې زیاتره هغه لویدیڅی ځوانان چې لیکه خبر نه وو د هغه لوستلواو حقیقت ته دعوت کړل.
Add new comment