په لویدیځ کښې ټولو ځوانانو ته (2) ( د لیک د بشری حقوقو د اړخونو څېړنه)

{mp3remote}http://media2.ws.irib.ir/pashto/media/k2/audio/98713.mp3{/mp3remote}

د پېرس د ترهه ګرۍ له پېښې وروسته د ایران د اسلامی انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای لویدیځو ځوانانو ته په خطاب کښې دویم لیک خپور کړ.
په دغه لیک کښې لویدیځ ځوانان دې ته رابلل شوی دی چې په منتقدانه توګه او غور سره د نړۍ د مهمو مسائلو په اړه چې د ټولو انسانانو په برخلیک او په نړیوالې سولې باندې یې سخت تاثیر کړے دے فکر وکړی. د ایران د اسلامی انقلاب معظم رهبر په دغه لیک کښې ترهه ګری د نړیوالې سولې د یو ګډوډونکی عامل په توګه او د داعش په شان د بشریت ضده ډلې او د نورو ترهه ګرو ډلو د رامنځته کولو او ودې ورکولو ته اشاره کوی. دوی له لویدیځو ځوانانو غواړی چې د دغو واقعاتو عواملو او دلائلو ته یوه ډېره دقیقه او ناقدانه کتنه وکړی او په سادګۍ سره د لویدیځو رسنیو او د سیاستوالانو د دورغو د ادعاګانو اسیران نه شی.
له بلې خوا د ایران هوښیار رهبر لویدیځ ځوانان په مینځنی ختیځ سیمه کښې د لویدیځ او صهیونېسټ رژیم په سیاستونو او د نړی په پائېدارې سولې باندې یې د تاثیر څېړنې ته رابولی.
د اسلامی انقلاب معظم رهبر په دغه لیک کښې د نړۍ له راتلونکی حالت څخه د خپلې اندېښنې څرګندونه کوی او په نړۍ کښې د پائېدارې سولې د ټینګېدو لپاره یو لړ لارې چارې وړاندې کوی او لیکی:
((زما لپاره خواښینوونکې او افسوسناکه چاره ده چې داسې پېښې د خبرو زمینه برابره کړی، خو حقیقت دا دے چې که دردوونکی مسائل د یوې چارې د لټولو لپاره زمینه او د همفکرۍ لپاره لاره برابر نۀ کړی نو تاوان به یې دوه چنده وی.))
دوی په یو ژور نظر سره لویدیځ ځوانان د سولې او بشری حقوقو د تحقق لپاره د لویدیځو متفکرانو او سیاستوالانو په تګلارو کښې یو ځل بیا تفکر او څېړنې ته رابولی او په ترڅ کښې یې اشاره کوی چې له بې لاریتوبونو پېروی به د نړۍ مستقبل له بربادۍ سره مخامخ کړی.
د ایران د اسلامی جمهوریت هوښیار او پوهه رهبر په دې و جه ځوانان خپل مخاطب ګرځوی چې هغوی له هر چا زیات په اوسنۍ نړۍ کښې خپل راتلونکی او د ژوند راتلونکی ته اندېښمن دی او د سیاسی او اقتصادی ګټې نه لرلو په دلیل د زړۀ له کومی د نړیوالې سولې د ټینګېدو غوښتونکی دی. له بلې خوا دغه ځوانان د لویدیځو حکومتونو راتلونکی سیاستوالان او متفکران دی او که صحیح فکر وکړی نو کولې شی د سوله غوښتونکو، عادلانه او بشردوستانه لارو چارو په غوره کولو سره د خپلې ټولنې او د نړۍ د راتلونکې نړۍ واګې له تشدد نه د پاکې او له سولې څخه د ډکې نړۍ د رامنځته کولو په لوری هدایت کړی.
څرګنده ده چې د زمکې په سر د یوې پائېدارې سولې رامنځته کول د تمدن د ساتنې او د بشر د بقا لپاره وړومبنے شرط دے. هرهغه ملت او هر بشری وګړے له نژاد، عقیدې، ژبې یا جنس څخه په تېرېدو سره په سوله کښې د ژوند لپاره ذاتی حق لری. له نورو بشری حقوقو نه علاوه د دغه حق احترام د ټولو بشری وګړو ګډه ګټه ده او په ټولو زمینو او ټولو سطحو کښې د واړۀ او لوے په شمول د ټولو ملتونو د ارتقا او ودې نه انکارېدونکے شرط دے. په سوله باندې د خلقو د حق د عملی کولو ضمانت دې ته ضرورت لری چې د حکومتونو سیاستونه پکار دی د سولې په خلاف د هر ډول ګواښ د ختمولو په لوری وی او له هرڅه مهمه د بشر د ټولو وګړو د بنیادی ازادیو او حقوقو په پوره کولو تاکید دے چې د بشری حقوقو په نړیواله اعلانیه کښې ورباندې ټینګار شوے دے.
د سولې ټینګښت له یوې خوا د بشری حقوقو د نورو مصداقونو د پوره کېدو زمینه برابروونکے دے او له بلې خوا د بشری حقوقو د مصداقونو پوره کېدنه یو ارامه له تاوتریخوالی او سټرېس او دښمنو نه پاک چاپېریال ته اړتیا لری. په دا ډول سوله او بشری حقوق د یو بل لازم او ملزوم دی. د ازادیو حقوق، د برابرۍ حقوق او د ورورولۍ حقوق هغه وخت پوره کیږی چې نړۍ له تشدده، تاوتریخوالی، فقر، استبداد او بې عدالتۍ نه پاکه وی. هغه وخت چې خلقو حقوق او ازدادۍ نه وی ترلاسه کړې په اصولی توګه سوله نه رامنځته کیږی او که رامنځته هم شی نو په بنیادی توګه به یوه موقتی، مصنوعی او عوام غولوونکې سوله وی.
لویدیځ واکمنان د نړیوالې سولې او بشری آئیډیالونو د پوره کولو لپاره د خپلو ادعاګانو باوجود په عمل کښې په جنګ جوړونه، له تندلاریتوبه او د ژوند د وړومبنیو امکاناتو د بنسټیزو مراکزو له تباهۍ څخه په ملاتړ سره د مینځنی ختیځ او اسلامی هېوادونو د زیاترو خلقو لپاره د عدل، انصاف، برابرۍ او د بشری حقوقو د پوره کېدو د زمینود ختمولوسبب شوی دی. دغه ټول اقدامات د نړیوالې سولې او د یو بل ترڅنګه د انسانانو د سوله ایز ژوند د ختمولو په لړ کښې دی، ځکه چې د تبعیض او نابرابرۍ په دغو زمینو کښې تشدد او تندلاریتوب بڼه نیسی.
حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای لویدیځ ځوانان د بشری حقوقو او په نړۍ کښې د سولې د ارمانونود پوره کولو په لړ کښې د لویدیځ په دوه رنګه سیاستونو کښې غور او فکر ته رابولی او د انسانانو د حقوقو او نړیوالې سولې د نابودۍ لپاره د لویدیځو واکمنانو د اقداماتو د څو نمونو نومونه اخلی.
د لویدیځو حکومتونو یواقدام د ډېموکرېسۍ د ټینګښت او بشری حقوقو په بهانه په ځینو اسلامی هېوادونو باندې ګڼ شمېر لښکر کشۍ دی. له بده مرغه په اسلامی هېوادونو باندې د لویدیځ د پراخو حملو له کبله له انسانی سرتاوانونو نه علاوه د دغو هېوادونو اقتصادی او صنعتی بنسټیز مراکز تباه شوی دی، د ودې او ترقۍ په لوری د هغوی حرکتونه اودرېدلی او یا سست شوی دی او په ځینو مواردو کښې په لسګونو کلونه شا ته ستانۀ شوی دی. د لویځو واکمنانو دغو پراخو یرغولونو او ورانکاریو نه یوازې د خلقو لپاره بشری حقوو په ډالۍ کښې راونړل بلکه د ژوند او ودې معیارونو ته د رسېدو لپاره ضروری زمینې یې هم له منځه وړی او خلق یې د وړومبنیو حقوقو د لرلو لپاره له نابرابرو او ګډوډو حالاتو سره مخامخ کړی دی. په داسې حال کښې چې په عراق، افغانستان او یمن باندې لښکرکشیو د دغو هېوادونو لپاره زیات د سر او مال تاوانونه لرلی دی، خو لویدیځ شخصیتونه او رسنې کوشش کوی چې د دغوهېوادونو نننے واقعیت اپوټه وښئ او د دغولښکر کشیو په نتیجه کښې د رامنځته شویو ترخو واقعیتونو د درک کېدو او ورباندې د پوهېدو خنډ شی.په دې بنیاد د اسلامی انقلاب معظم رهبر لویدیځو ځوانانو ته ولیکل چې: ((زۀ امید لرم چې تاسو په اوس وخت یا راتلونکی وخت کښې دغه په تزویر او دهوکې ککړ ذهنیت بدل کړئ، هغه ذهنیت چې هنر یې د لرو اهدافو پټول او د موذی او ناوړه مقاصدو ښکلې ښودل دی.))
بې له شکه د انسانانو د وړومبنیو او څرګندو حقوقو د پوره کېدو د نابرابرو زمینو او څرګندو تبعیضونو رامنخته کېدل د تشد او تندلاریتوب د ډلو د پېدا کېدو لپاره یوه ډېره ستره طریقه ده، چې د نړیوالې سولې د رامنځته کېدو آرمان له بنیادی مشکلاتو سره مخامخوی.
نن سبا ترهه ګری یو داسې مشکل دے چې نړیواله سوله یې له زیاتو ستونزو سره مخامخه کړې ده. د اسلامی ایران پوهه معظم رهبر ترهه ګری د اسلامی نړۍ او لویدیځ ګډ درد بولی چې که نن پېرس د ترهه ګرۍ له حلمو سره مخامخیږی نو د عراق، سوریې، یمن او افغانستان وغېره خلق له کلونو کلونو او د فلسطین خلق څو لسیزې وشوې چې د ناامنۍد داسې حالاتو کتونکی دی.
د آیت ا... العظمی خامنه ای له نظره په اسلامی نړۍ کښې د ترهه ګرۍ درد په لویدیځ کښې د ترهه ګرۍ له درد سره دوه مهم فرقونه لری، وړومبے فرق دا دے چې: ((اسلامی نړۍ په لا ډېرو پراخو اړخونو، په لا زیاته اندازه او د لا اوږدې مودې راهسې د دهشتګردۍ او تاوتریخوالی قربانی پاتې شوې ده.)) دویم فرق یې هم دا دے چې په اسلامی نړۍ کښې ((ځینو لویو طاقتونو همېشه په مختلفو ډولونو او اثر کوونکی شکل د دغه تاوتریخوالو ملاتړ کړے دے.))
د نننۍ نړۍ د سولې ستونزه د حکومتی ترهه ګرۍ مسئله ده. حکومتونه کله کله په مستقیمه توګه د بل حکومت په خلاف ترهه ګری کوی او کله کله په غېر مستقیم توګه له افراطی او تندلارو ډلګیو څخه د مادی مرستو، او پرمختللیو وسلو فوځی وسائلو او سازو سامانونو د لېږلو، یا د سیاسی، اقتصادی او تبلیغاتی په شان معنوی ملاتړونو د پراختیا له لارې د ترهه ګرۍ فعالیتونه کوی. په مېنځنی ختیځ سیمه او ځینو اسلامی هېوادونو کښې په وروستیو څو کلونو کښې دغه دوه ډوله حکومتی ترهه ګری شروع شوې ده. آیت ا... العظمی خامنه ای په خپل دویم لیک کښې دې ته اشاره کوی او فرمائی: ((نن به ډېر لږ کسان داسې وی چې د القاعدې، طالبانو او ورپسې نورو ډلو په پېدا کولو،مضبوطولو او په وسلې سنبالولو کښې د امریکې له روله نۀ وی خبر. د دغه نېغ په نېغه ملاتړ ترڅنګه د تکفیری دهشتګردۍ ښکاره او پیژندل شوی ملاتړی د ډېرو شاته پاتې سیاسی نظامونو له لرلو سره سره همېشه د لویدیځ د متحدانو په صف کښې پاتې شوی دی، او دا په داسې حال کښې دی چې په سیمه کښې له خوځنده ولسواکۍ راپورته شوې ډېر مخکینی او روښانه نظریات په ډېرې بې رحمۍ سره ځپل کیږی. په اسلامی نړۍ کښې د بېدارۍ له غورځنګ سره د لویدیځ دوه رنګه چلند په لویدیځو سیاستونو کښې د تضاد ښکاره نمونه ده .))
د حکومتی ترهه ګرۍ یو بل شکل د فلسطین د مظلوم ولس په خلاف د صهیونېسټ رژیم وحشیانه او ترهه ګر اقدامات دی. د اسلامی ایران معظم رهبر د اسرائیلی رژیم د حکومتی ترهه ګرۍ په اړه داسې اشاره کوی: ((که د اروپا خلق نن یوازې څو ورځې په خپلو کورونو کښې پناه اخلی او د ګڼې ګوڼې په ځایونو او مرکزونو کښې له غونډېدو ډډه کوی،یوه فلسطینی کورنۍ لسګونه کلونه کیږی چې حتی په خپلو کورونو کښې د صهیونېسټ رژیم له وژونکې او ویجاړوونکې مشینرۍ نه په امن کښې نۀ ده. نن د قساوت او سخت زړۀ توب له نظره کوم یو تاوتریخوالے او تشدد د صهیونېسټ رژیم له خوا د صهیونېسټ مېشته ښارګیو له جوړولو سره پرتله کولې شوو؟ دغه رژیم هره ورځ بې له دې چې هیڅکله په جدی او اثرناکه توګه د خپلو نفوذ لرونکو متحدانو او یا لږ تر لږه په ظاهره د خپلواکه نړیوالو ادارو له خوا وغندل شی، هره ورځ د فلسطینیانو کورونه ورانوی او کروندې او باغونه یې ویجاړوی، بې له دې چې حتی هغوی ته دکور د سامان د چرته لېږلو او یا د کرهڼې د محصولاتو د ټولولو فرصت ورکړې شی. او دا هر څه زیاتره وخت د ښځو او ماشومانو د ژړېدلو او ترهېدلو سترګو په وړاندې ترسره کیږی. چې د خپلې کورنۍ د غړیو د وهلو ټکولو او په ځینو مواردو کښې یې ویروونکو شکنجه ځایونو او ټارچر سیلونو ته د لېږلو لیدونکی دی. آیا په نننۍ نړۍ کښې په دومره لویه اندازه او پراخه او دوامداره توګه کوم ظلم او قساوت پېژنئ؟ د سړک په مېنځ کښې د ېوې ښځې په ډزو ویشتل یوازې په دې جرم چې له سره تر پښو په وسلې سنبال عسکر باندې اعتراض کوی، دهشتګردی نۀ ده نو څه دی؟ دا ظلم او بربریت له دې امله چې د یو قابض رژیم د پوځی ځواک له خوا ترسره کیږی بایدافراطیت او تندلاریتوب ونه بلل شی؟ یا ښائی چې دا فلمونه یوازې په دې سبب چې شپیتۀ کاله کیږی بیا بیا د ټیلی ویژن په مخ ښودل کیږی نور باید زمونږ ضمیرونه راونه لړزوی.؟))
یوه سوله ایزه نړۍ لرل له تشدد او تندلاریتوب سره مبارزې، د بشری حقوقو د آرمانونو پوره کېدو او د تبعیض او نابرابرۍ د زمینو خاتمې ته ضرورت لری. له بده مرغه لویدیځ قوتونه له دې څخه چې یې ښه ترهه ګری بولی د خپل بهرنی سیاست د هدفونو او خپلو ګټو د حاصلولو لپاره د یو اوزار په توګه استفاده کوی. د اسلامی انقلاب معظم رهبر په دغه لیک کښې دا خبره په ګوته کوی چې: ((تر څو چې دوه ګونی معیارونه د لویدیځ په سیاست واکمن وی او تر څو چې دهشتګردی د هغې د پیاوړو او مضبوطو ملاتړو په نظر کښې په ښه او بده تقسیمیږی ، او تر څو چې د حکومتونو ګټو ته په انسانی او اخلاقی ارزښتونو ترجیح ورکول کیږی د تاوتریخوالی جرړې په بل ځاے کې نه دی لټول پکار.))

Add new comment