په عراق کې امریکایی فوځیان ډیر شوی دی

 د داعش په وړاندې جنګیدونکو امریکایی عسکرو شمیر په تیر یوه کال کې آته چنده شوی دی.
د ایران پښتو رادیو د خبریال د راپور له مخې پنټاګون په تیر یوه کال کې په عراق کې د داعش پر ضد د جنګیدونکو امریکایی عسکرو شمیر دوه زره او اته ویشت تنه اعلان کړ .
دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۴ م کال کې د داعش پر ضد د جګړه کوونکو امریکایی عسکرو شمیر ۲۵۰ تنه ؤ .
پنټاګون وایی په تیر یوه کال کې د نورو امریکایی دولتی سازمانونو پنځه زره او آته سوه عسکر هم عراق ته تللی.
که څه هم امریکا په ۲۰۱۱ م کال کې له عراقه د خپلو تولو عسکرو د وتلو اعلان خپور کړ خو شناندی وایی چې د امریکا زرګونه عسکر لا هم په مختلفو پلمو په عراق کې پاتې ډی.

Add new comment