د داعش په وړاندې د فوځ بریالیتوبونه
له ترهګرو سره په غوڅه مقابله د دولت د چارواکو له تينګار سره په څنګ کې د دې هیواد د فوځ چارواکو د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د داعش ډلې د اصلي مرکز د ویجاړیدا خبر ورکړ .
د فوځ یوه چارواکي زمان وزیري د دې خبر د اعلان تر څنګ وویل د دې ولسوالۍ ډيری سیمې اوس مهال د امنیتي ځواکونو په لاس کې دي.
د یوراپور له مخې د ننګرهار امنیه قوماندان فضل احمد شیرزاد هم وویل د امنیتي ځواکونو او داعش ډلې د ترهګرو تر منځ په جګړه کې د داعش ډلې غړیو ته درانه تلفات اوښتي دي .
د ننګرهار ځايي چارواکو له هغو کسانو هم چې د جګړې له امله ېې خپله سیمه پرې ایښې وغوښتل چې بیرته خپلو استوګنځایونو ته لاړ شي او په دې برخه کې به له خلکو سره مالي مرستې هم وشي.
د ځايي چارواکو په وینا د افغانستان امنیتي او فوځي ځواکونه له تیرو اتو میاشتو را په دیخوا د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې له داعش ډلې سره په جګړه بوخت دي .
اوس مهال د ننګرهار په څلورو نورو ولسوالیو کې د داعش پر ضد فوځي عملیات روان دي او ځايي چارواکي وايي د اچین ولسوالۍ په جګړه کې ېې ګڼې وسلې او جنګي وسایل هم نیولي دي.
د داعش ترهګره ډله هڅه کوي تر څو د ننګرهار په نیولو سره دا ولایت په افغانستان کې په خپل اصلي مرکز بدل کړي چې دا ډله تر اوسه د فوځ او خلکو له سختې مقابلې سره مخامخ شوې ده.
د تهران پښتو راديو د راپور له مخې د افغانستان امنیتي ځواکونو د فبرورۍ میاشتې له ۱۶ مې په اچین ولسوالۍ کې د داعش په وړاندې پراخ عملیات پیل کړي دي .
د ننګرهار د امنېې قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشریقیوال وویل د اچین په عملیاتو کې لږ تر لږه پنځوس د داعش افراد وژل شوي دي.
د هغه په وینا د ننګرهار خلکو هم په دې عملیاتو کې د داعش پر ضد د امنیتي ځواکونو ملاتړ کړی دی.
د تاوتریخوالو د عاملانو پر ضد د افغان دولت د موفقیتونو په دوام کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم په غور ولایت کې د طالبانو د یوه مهم قوماندان د نیولو خبر ورکړی .
دا فرد مولوي عبد الرحمن نومیږي او د غور ولایت د فیروز کوه ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پولیسو په ځانګړو عملیاتو کې نیول شوی دی .
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په اطلاعیه کې راغلي چې د طالبانو دې ځايي چارواکي په غور ولایت کې په ترهګرو فعالیتونو کې ډير رول درلود .
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ټينګار وکړ د افغانستان ملي پولیس شپه او ورځ د خلکو د امنیت د تأمین په موخه له یاغي ډلو سره مقابله کوي او د افغانستان د خلکو دوښمنانو ته به اجازه ورنه کړي چې د خلکو آرامښت ګډود کړي.
د افغانستان د یو شمیر ښارونو من جمله د پلازمینې کابل خلکو د پراخو مظاهرو په کولو سره د ترهګرو حملو د غندلو تر څنګ له ترهګرو او تاوتریخوالي را منځته کوونکو ډلو پر ضد د پريکنده چلند غوښتنه وکړه .
د کابل په زرګونو خلکو د پراخو مظاهرو په ترسره کولو سره د افغانستان له دولت وغوښتل د امنیت د تأمین تر څنګ د داعش او طالبانو کسان چې د افغانستان په بیلابیلو من جمله شمالي ولایتونو کې په بی امنیو کې لاس لري محاکمه کړي ، د دې مظاهرو ګډون والو د افغانستان له امنیتي ځواکونو د ملاتړ تر څنګ اعلان وکړ چې چمتو دي د طالبانو د حملو په وړاندې مقابله وکړي.
د افغانستان د غزني ولایت خلکو هم د مظاهرو په ترسره کولو سره له دولت وغوښتل د دې ولایت د امنیت په تأمین او د سولې او ثبات په رامنځته کولو کې هڅه وکړي.
د غزني والي محمد امان حمیم هم وايي د جنایت کارانو په وړاندې به بی تفاوته پاتې نه شي.
Add new comment