د امريکا د نظامي یرغلونو ستراتیژیکی تېروتنې

هغه څوک په غلطه دی، چې اوس هم دا فکر کوي، چې د امريکا نظامي مداخلو په هره زمانه او د جګړې په هر ډګر کې برياوې خپلې کړي دي. نيوزويک امريکايي مجلې ته د ليکل شوې مقالې له مخې د ډېری امريکايي يرغلونو د ناکامۍ لاملونه «ستراتيژيکې تېروتنې دي.»
امريکايي څېړونکي مارک مويار په خپله مقاله کې ۲۰۰۱م راهيسې د امريکا د نظامي مداخلو د غلطيو او تېروتنو په اړه څېړنه کړې ده.
«۲۰۰۱م راهيسې، چې امريکا په څومره هېوادونو کې نظامي مداخله کړې او هوډ يې دا کړی، چې په هره مداخله کې به ګټه وکړي، مګر د کمزورې او ناکامه ستراتيژي له امله يې عملي نتيجه سرچپه او د امريکا په زيان راغلې ده.»
د مويار په وينا «نا اهلي او کمزوری مديريت»، چې عملا په جګړه‌ييزه ستراتيژي او د حالاتو په اړه وړاندوينه کې موږ ته څرګنده شوه، د بوش او اوباما دواړو په واکمنۍ يې امريکا ته پرېمانه زيانونه واړول.
د ليکوال په وينا د افغانستان او عراق په اړه د پخواني ولسمشر بوش او د هغه د سلاکارانو لويه بې غوري او تېروتونکی فکر دا و، چې دوی فکر کاو، د امريکا ضد هېوادونو کې به ديموکراسي حاکمه کړي او دغه ټولنه کې به ديموکراسي دومره خپره کړي، چې د ټولنې هر غړی به يې د «سخت دريځو» پر وړاندې دښمني پيل کړي . د ليکوال په وينا له همدې امله د بوش او اوباما حکومتونو افغانستان او عراق کې «د ياغيانو» پر ضد په کافي اندازه پوځيان خپاره نه کړل، مګر امريکا او ايتلافيانو يې افغانستان کې يې د شته ناقانونه وسله والو پر مټ د خپلو دښمنانو د ځپلو هڅه وکړه، مګر پايله يې بيا هم سرچپه راووته.
امريکايي پوځيان په دغو هېوادونو کې لنډ مهاله ګټې او لاسته راوړنې لري، هغه دا چې د دوی پر لاسونو رغول شوي، ديموکراتيک نظامونه، چې هر وخت له د سقوط له ګواښ سره مخ کيږي، نو امريکايي پوځيان يې مخه نيسي.
د بوش او اوباما بله لويه تېروتنه يې دا بللې، چې افغانستان او عراق کې يې د نظامي مداخلې پر مهال پر داسې کړيو د واک باور وکړ، چې د ګټې پر ځای يې افغانستان او امريکا دواړو ته زيان واړاو او که دغو هېوادونو کې يې پر هغو خلکو باور کړی وی، چې د شخصي ملېشو، قومي تړاوونو د زور پر ځای اصولو ته ژمن وای، نو کېدای شي اوسنۍ ناوړو پايلو سره نه وای مخ شوي.
د عراق په اړه ليکوال ليکلي، چې بوش له يرغل وروسته د واکمن بعث ګوند ټول نظامي افسران له واکه ګوښه کړل او د دغه هېواد واک يې هغو سياسي کړيو ته وسپاره، چې په هېواد کې منفور او شړل شوي خلک وو او ډېری يې د شيعه ډلو ټپلو په نوم سياست کاو.
له څو خونړيو کالو وروسته اوباما سنيانو او بعثيانو ته حکومت کې د ګډون اجازه ورکړه، مګر د واک واګې بيا هم سخت دريځو شيعه ګانو سره وې او له همدې امله، کله چې امريکايي پوځيان له عراقه ووتل، دغه هېواد کې يو ځل بيا نا امنۍ، ستونزې او جګړې پيل شوې.
د مويار په وينا د امريکايي پوځ بله ستره تېروتنه دا ده، چې د عراق، افغانستان او يمن په جګړو کې له اندازې زيات د بې پيلوټه الوتکو پر بريدونو باور کوي.

د يمن په اړه امريکايي جنرال ويلي و، چې د لرې پرتو سيمو کې د امنيت او مخالفينو د ځپلو لپاره بايد د يمن حکومت سره مرسته وشی، مګر سپينې ماڼۍ د القاعدې پر ضد هوايي بريدونه غوره وبلل، چې پايله کې يې لاسته راوړنه هم نېمګړې او سرچپه بريښي.
ليکول زياتوي، چې د امريکايي بې پيلوټه هوايي بريدونو کې د مخالفينو ګڼ مشران او غړي وژل شوي، مګر د دې ترڅنګ ډېری قربانيان يې ولسي خلک دي او له همدې امله د خلکو کرکه او نفرت هم له امريکا زيات شوی دی.

Add new comment