په ټولټاکنو کې د خلکو پراخ شتون، ددښمنانو دسیسې شنډوی
د ایران د اسلامی انقلاب د رهبرۍ ستر مقام ددښمنانو ددسیسو د شنډولو په موخه د اسلامی شورا او د رهبرۍ د خبرګانو شورا په ټاکنو کې د ایران د خلکو پر پراخ شتون ټینګار وکړ.
د ایران د اسلامی انقلاب د رهبرۍ ستر مقام، حضرت آیت الله خامنه ای نن سهار د نجف آباد د زرګونو کسانو په ولولناکه لیدنه کې، په ایران کې د فبرورۍ د ۲۶مې نېټې د جمعې ورځې ټاکنو ته په اشارې سره وویل، په ایران کې د ټولټاکنو د اصل ارزښت، یوازې د رایو ورکولو په واسیطه ندی، بلکې ټولټاکنې له ظالمانه بندیزونواو خباثته ډکو تلبیغاتو وروسته ددښمن پروړاندې د ایران د ملت د شتون او د سینې سپر کولو په معنا دی.
د اسلامی انقلاب معظم رهبر د منځ لاریتوب او سخت دریځ توب د کلیمو د دقیق بیانولو او په انتخاباتی فضا کې د دروغو او القایی دوه قطبونو رامنځ ته کېدو لپاره ددښمن د چلونو پروړاندې، هوښیارۍ ته د خلکو او په ځانګړې توګه چارواکو او سیاستوالو پر بللو سربېره،راتلونکې ټولټاکنې، د ایران د عزت او خپلواکۍ څخه د ملاتړ او ملی دریدنې او ژمنتیا ځلا او (( د ملت د لوی یدنې ډګر)) وباله.
دوی په ټولټاکنو کې د خلکو پراخ شتون په نړۍ کې د اسلامی انقلاب د بیا ځلی عظمت او برم لامل وباله او زیاته یې کړه: ټولټاکنې به د قدرت او د ملت د دریدنې او هوډ ښودلو سربېره، د ککړو غرضی موخو سره په مقابله کې د یوه ستر ملت ژمنتیا، میړانه او زړورتوب نندارې ته وړاندې کړی.
حضرت آیت الله خامنه ای ټینګار وکړ، د ایران ملت، داسې پارلمان غواړی چې متدین، ژمن، زړور، د استکبار د تمو او ډېر غوښتنو په مقابل کې ټینګ و اوسی او له امریکا څخه ونه وېرېږی او پر خپلو قانونی دندو عمل وکړی.
د اسلامی انقلاب معظم رهبر ورپسې له برجام وروسته د امریکا طرحو ته اشاره وکړه او ویې وویل: امریکایانو د برجام وروسته د ایران اوسیمې لپاره یوه طرحه درلوده چې همهغه شان یې تعقیبوی، ځکه ښه پوهېږی چې کوم هېواد په سیمه کې د هغوی د ناوړو موخو په مقابل کې ټینګ ولاړ دی.
حضرت آیت الله خامنه ای له نفوذیانو څخه استفاده په ایران کې د خپلو پلانونو لپاره د امریکایانو یوه لاره چاره وبلله.
د اسلامی انقلاب معظم لار ښود مسوولین او سیاستوالان همداراز ددښمن له سیاسی ادبیاتو په تېره بیا د بدلون یا منځ لاریتوب او سخت دریځ توب د تعبیر له تکرارولو ډډه کولو ته وبلل.
دوی دغه راز په دې باندې د امریکایانو اعتراف ته په اشارې سره چې په ایران کې هیڅ منځ لاری کس نشته ټینګار وکړ، د ایران د ملت په یو هیړ د انقلاب پلویان دی او پر انقلاب ټینګار کوی.
Add new comment