د امریکاکورنیو حالاتو ته کتنه(02)

دامریکا د ۲۰۱۶ کال دولسمشرۍ په انتخاباتو کې دډیموکراټیک ګوند کاندیدې میرمن هیلری کلنټن ،دتیرې سه شنبې په ورځې په نیویارک کې د انتخاباتی کمپاین په یوې غونډې کې ، په دغه هیواد کې دتوکمپرستۍ پراختیا یو واقعیَت وباله . میرمن کلینټن دامریکا دتورپوستو ټولنې لپاره د برابرۍ او فرصت په زمینې کې دنوی ژمنتیا دضرورت خبره کړې او ویلی ئې دی ، په امریکا کې دتوکمپرستۍ په ضد دمبارزو له پیلیدو ترنیمې پیړۍ وروسته ، توکم هماغه راز په دې کې ډیر مهم رول لوبوی ،چې په امریکا کې څوک پرمختګ وکړی او څو ک وروسته پاتې شی . ویل کیدلی شی دمیرمن کلینټن خبرې دهغې له خوا دهغه انتخاباتی هڅې په معنا وګڼل شی چې دشناندو دڅرګندونو په اساس دولسمشرۍ دڅوکۍدترلاسه کولو لپاره ډیر چانس لری .څو هغه دتورپوستوامریکایانو څخه لازیاتې رائ ځان ته جلب کړی او د راتلونکی نومبر میاشت په انتخاباتو کې د هغوی رائ وګټی .په دودیز ډول،د ډیموکراټیک ګوندسیاسی مرکز په ځوانانو،ښځو او لږکیو کې دی او په همدې دلیل د دغه ګوندکاندیدان د خپلو انتخاباتی سیالیو کې ، زیات پام ددغو پرګنو دنظر پر جلبولو متمرکز کوی . هیلری کلنټن په دې اند ده چې خپل جنسیّت ته په پام سره د دې جوګه ده چې دامریکا د ډیرو زیاتو ښځو رای ځان ته جلب کړی او د لږکیو په تیره بیا دتورپوستو دخوښې وړ څرګندونو سره ، دهغوی زیات نظرهم ترلاسه کړی . البته د هیلری کلنټن څرګندونې په عین حال کې د امریکا دټولنې دتوپیرناک ماهیّت په باب تریخ اعتراف ګڼل کیدلی شی چې دبشری حقوقو او آزادۍ په باب دامریکا له ملنډو ډکو ادعاګانو سره سره تورپوستی ، له خپل ډیر زیات جمیعَت سره، له مناسب حیثیّته برخمن نه دی او په ښکاره اوپټّه له ډول ډول خطرو سره لاس اوګریوان دی .. په حقیقت کې توکمپرستۍ او توپیر دامریکا دجوړیدا له وخت راهسې په دغه هیواد کې دیوې مهمې موضوع په توګه مطرح دی .
د امریکا ولسمشر باراک اوباما ددغه هیواد دولسمشرۍ دکیدونکو انتخاباتو لپاره په ګوندی انتخاباتو کې د جمهوری غواړو مخکښ کاندید ډونالډ ټرمپ سخت ورټه . اوباما په کلیفورنیا کې په مطبوعاتی مرکې کې وویل،هماغه را ز باؤری دی چې ډونالډ ټرمپ به دامریکا ولسمشر نه شی،ځکه چې ددغه هیواد ولس پوهیږی ولسمشری دکوم دټیلیوژنی اویا بازار موندنې لپاره مجریتوب نه دی . اوباما په دغوڅرګندونو سره دټرمپ بوخت کونکو ټیلیوژنی پروګرامونو او د شیانو دخرڅلاؤ لپاره دهغه تجارتی فعالیتونو ته اشاره وکړه .داوباما دڅرګندونو په غبرګون کې ډونالډ ټرمپ هم ویلی دی ، اوباما دامریکا دولسمشر په توګه ډیر کرغیړن کارونه وکړل .البته دانتخاباتو دسیالیو په وخت دسیال ګوند په کاندیدانو د امریکا د ولسمشرانو حملې یو دودیز اقدام ګڼل کیږی . په عین حال کې هغه لفظی شخړې چې اوس داوباما اوټرمپ ترمینځ رامینځةشوی ، په وروستیو کلونو کې کم ساری دی .د ډونالډ ټرمپ تبلیغات دډیموکراټیک ګوند له کاندیدانو یعنی له هیلری کلنټن او برنی سنډرز سره دهغه په شخړو اوترینګلتیاؤ نه خلاصه کیږی ، بلکې ټرمپ یو داسې نظم چې په امریکا کې د لیبرالی بهیر داقداماتو نتیجه ده په نښه کړی دی . دروان کال په انتخاباتو کې په جمهوری غواړو کاندیدانو کې دټرمپ په اندازه یوه کس هم دڅو کلتوری او څو توکمو سیاستونو په ضد دریځ نه دی غوړه کړی .دامریکا په ټولنې کې په رایجو ځینو اصولو باندې په حملې کې دټرمپ پَپولیسټی (خوښونکی شعارونو) او یرغلیزو سیاستونو،هغه په دغه هیواد کې دسیاسی سنت په خلاف هماغه راز دجمهوری غواړو رای ورکونکو دپام په سر کې دی . دغه موضوع لامل شوې چې د ګوندی سیالیو په پای کې دجمهوری غواړی ګوندنهائی کاندید په توګه د ټرامپ دمعرفی کیدا احتمال پیاوړی شی . اوباما د امریکا دډیموکراټیک ګوند یوې اصلی څیرې په توګه هڅه کوی ، له همدې پیله ،د دغه هیواد د ولسمشرۍ په څوکۍ د ټرمپ دراتلو توانمنۍ ترپوښتنې لاندې راولی څو ممکنه ده ددغه جنجالی کاندید دملاتړو شمیر کم شی . داپه داسې حال کې دی چې سپینې ماڼۍ ته دټرامپ رسیدل به حتی که د فیډرلی او ایالتی حکومتونو په سویه دحکومتی کار دیوه ساعت لپاره هم وی ، ډیره مهمه ده .
د امریکا دولسمشرۍ دانتخاباتو دجمهوری غواړو کاندیدانو سیالی د ستمبر دیولسمې نیټې له پیښو په وروسته پړاؤ کې دجارج بش دکړچار تر نهیلی کونکی سیوری لاندې ورغلی ده .په هغه وروستی پړاؤ کې چې جمهوری غواړو سپینه ماڼۍ پخپل اختیار کې درلوده ، دجارج ډبلیو بش د ولسمشرۍ پړاؤ ؤ . سږ کال هم دامریکا دولسمشرۍ دانتخاباتو په سیالیو کې دبش دکورنۍ یو بل غړی هم شتون لری .. په همدې دلیل دامریکا د ۲۰۱۶ کال دولسمشرۍ دانتخاباتو دجمهوری غواړو کاندیدانو غوره بحث هم دجارج ډبلیو بش پر کړنو ارزونه او کرکتنه ګرځول شوې ده . په دغه چوکاټ کې دجمهوری غواړو جنجالی کاندید دخپل ګوندی سیال جب بش دڅیرې دخرابولو لپاره دجنوبی کارولینا ایالت په یوې مناظرې کې ویلی دی ، امریکا د جارج بش دولسمشرۍ په پړاؤ کې او په داسې شرائطو کې چې چمتووالی ئې نه درلود، په عراق کې ئې جنګ ته ودنګل او د ۲۰۰۱ کال دستمبر دیولسمې نیټې ترهه ګرې پیښې دهمدغه جار ج بش د نالایقتوب له امله رامینځة شوی دی . په مقابل کې جب بش هم دامریکا د ولسمشرۍ په پړاؤ کې دخپل ورور د کړچار په دفاع کې ویلی دی ،کله ټرامپ دټیلیوژن لپاره نمایشی پروګرامونه تولیدول ، جارج بش دهیواد لپاره دامینټی پوځی پلانونې په حال کې ؤ . په عین حال کې جارج بش هم له قدرته څنګة کیدا وروسته دلومړی ځل لپاره په جنوبی کارولینا ایالت کې د خپل کوچنی ورور په انتخاباتی کمپاین کې ظاهر شوی دی .
د جمهوری غواړو دګوندی سیالیو بهیر ښئ چې جب بش له پراخ مالی او سیاسی ملاتړ سره سره نه دی توانیدلی دجمهوری غوادړو کاندیدانو په لیسټ کې له پنځم لمبره لا ښه موقیعته برخمن شی . البته جب بش ددغه وضیعیَت دجبرانولو لپاره فیصله کړې خپل انتخاباتی شعار یوازې پخپلې واړې نامې سره یعنی :جب : سره معرفی کړی . او ځا ن دبوش له کورنۍ خپلواکه معرفی کړی ، هغه کورنۍ چې په هغې کې تراوسه پورې دوه ولسمشران سپینې ماڼۍ ته رسیدلی دی . داموضوع ښئ چې په امریکا کې له یوې نفوذ لرونکی سیاسی کورنۍ سره دجب بش اړوندوالی له دې زیات چې کومه ګټه رامینځةکړی ، ، دهغه لپاره دسرخوګی لامل شوې ده . دجارج بش کړچار ته په پام سره ، دهغه نامه په وروستیو اویاؤ کلونو کې د امریکا د له ترټولو نامحبوبو ولسمشرانو په لیسټ کې ورغلې ده . اوس د جب بش خپل ګوندی سیالان څه پروا نه لری چې دامریکا دخورا وروستی جمهوری غواړی ولسمشر د ورور له ډګره دلیرې کولو لپاره دجارج بش کړچار ترپوښتنې لاندې ورولی . په عین حال کې په جمهوری غواړو کې دا اندیښنه شته چې دجارج بش دحکومت دکړچار په نښه کولو سره به په نهایت کې دډیموکراټیکو سیالانو په وړاندې دجمهوری غواړی ګوند دکاندیدانو دکمزوری کولو لامل شی۔
ا.... مو مل او ملګری .

Add new comment