د امریکاکورنیو حالاتو ته کتنه(01)
د تهران د پښتو خپرونې نه په نقل،د خپرونې په دې شیبو کې دامریکاکورنیو حالاتو ته دکتنې له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو. دتیرو پروګرامونو په څیر اوس هم په تیرې اونۍ کې دامریکا خورا مهمو سیاسی ، اقتصادی ،ټولنیزو اوپوځی بدلونونو په باب درسره غږیږو نو ترپایه راسره مله ووسئ
د امریکا په آسټیّن ښآر کې دټکساس پوهنتون چارواکو محصیلینو ته اجازه ورکړه چې په کلاسونو کې وسله په لاس حاضر شی. دپوهنتون دغه فیصله له دې څو میاشتې وروسته شوې چې د ۲۰۱۵کال په اګست کې د ایالتی پارلیمان محافظه کارو استاذو ددغه ایالت په پوهنتونونو کې د وسلو ګرځولو منع کیدا دقانون خلاف بللې وه . په امریکا کې د وسلو د وړلو دممنوعیّت لغوه کیدا جنجال راپارونکی شوې ده . په تیره بیا داچې ټیکساس پوهنتون په ۱۹۶۶کال کې په یوه پوهنتون کې دامریکا په تاریخ کې د وژلې لومړنی صحنه وه . داپه داسې حال کې دی چې د پوهنتون د علمی پلاوی ځینو غړو ګواښ کړی که محصیلین وسله په لاس کلاسونو کې حاضر شی ،نو استعفی به ورکړی . دټکساس ځینو محصیلینو هم ګواښ کړی چې که محصیلین دوسلو سره کلاسونو ته راشی ،نو دغه پوهنتون څخه به لاړشی . دوسلو دګرځولو ملاتړی فعالان دا استدلال کوی چې محصیلین په تاؤتریخجنو حملو کې پر پولیسو باؤر نه شی کولی او باید په پوهنتون کې له ځانه ددفاع جوګه شی . یو داسې قانون چې د ټیکساس پارلیمان تصویب کړی دی ، یوازې په حکومتی پوهنتونونو کې اجرا کیږی او د دغه ایالت خصوصی پوهنتونونه په پوهنتونونو کې د وسلو دګرځولو ممنوعیّت ته دوام ورکوی . د ویلو ده په امریکا کې له وسلو سره د اړونده تاؤتریخوالو په زیاتیدو پسې ددغه هیواد ولسمشر باراک اوباما د وسلو دګرځولو دمجوز د صادرولو مقررات سخت کړی دی . اوباما د ۲۰۱۶کال دجنورۍ په پنځمه نیټه دوسلو دمجوز د صادرولو لپاره نوی قوانین اعلان کړل . پر دې اساس ، د وسلو د ا خستونکو مخینه ، باید وسپړل شی . دغه قوانین چې لس مادې پکې شاملې دی ، دولسمشر په حکم سره او دکانګرس دتصویبیدو له ضرورت پرته اعمالیږی . دامریکا کانګرس له نوو قوانینو سره مخالف دی . په امریکا کې په کال کې دیرش زره کسان دګرمو وسلو سره په اړونده تاؤتریخوالو کې خپل ژوند له لاسه ورکوی .
دامریکا انتخاباتی سیالۍ ، دنړۍ دکاتولیکانو درهبر او ددغه هیواد د جمهوری غواړو یوه مخکښ کاندید دخولې شخړه هم په ځان پسې درلودلې . پاپ فرانسیس په یولړ کم ساری څرګندونو کې ډونالډ ټرمپ یو غیر مسحی کس بللی دی . د نړۍ دکاتولیکانو رهبر دټرمپ په باب دیوې پوښتنې په ځواب کې وویل ، کله یو کس یوازې د دیوال دجوړولو په فکر کې وی ، او د پل د جوړولو خبره نه کوی ، مسیحی نه دی . ټرمپ څه موده مخکې دخپل انتخاباتی کمپاین په بهیر کې ویلی وو چې امریکا باید له میکسیکو سره پخپلو پولو کې دیوال جوړ کړی او غیر قانونی مهاجر وباسی . هغه همدراز په یولړ نورو څرګندونو کې هم امریکا ته د سوریاوالو کډوالو دورتلو دمخنیوی او له دغه هیواده دمسلمانانو د ویستلو غوښتنه هم کړې وه . دغو څرګندونو پراخ اعتراضونه په ځان پسې درلودل چې دپاپ فرانسیس څرګندونې دهمدغو اعتراضونو په دوام کې شوی دی . ډونالډ ټرمپ دنړۍ دکاتولیکانو درهبر دخولې شخړې په غبرګون کې ویلی دی ،که واتیکان باندې داعش حمله وکړی ، نو پاپ به یوازې هیله اودعا وکړی چې کاش ډونالډ ټرمپ دامریکا ولسمشر وائ . هغه دنړۍ دکاتولیکانو درهبر څرګندونې بې شرمه بللی او ویلی ئې دی ، دا چې یو دینی رهبر راشی او د دیوه بل کس دین ترپوښتنې لاندې راولی ، ډیره د شرم وړ خبره د ه .
د امریکا دولسمشرۍ دانتخاباتو په تاریخ کې ئې تقریبا کومه مخینه نه ده درلودلې چې دپاپ په څیر له یوه سیاسی او مذهبی وزن سره یو کس په امریکا کې دانتخاباتو دیوه کاندید مسیحی ایمان نفی کوی او په مقابل کې انتخاباتی کاندید هم دنړۍ دکاتولیکانو درهبر څرګندونې بې شرمه ګڼی . خو دامریکا راتلونکی انتخابات چې دډونالډ ټرمپ په څیر دیوه کس قدرت ته درسیدا احتمال ئې راپورته کړی ، دمسیحیّت په درو کې دیوې څانګې د خورا لوړروتبه رهبر پشمول د نړیوالو د ویریدا لامل شوی دی . دغه څرګندونې د څو لسګونو میلیونو کاتولیکانو لپاره دکاتولیک کلیسا د یوه لوړروتبه مقام له خوا دیوې دینی فتوا په توګه ګڼل کیدلی او د نومبر میاشتې په انتخاباتو کې د ډونالډ ټرمپ رائې کمولی شی . په عین حال کې ، دپاپ او ټرمپ ترمینځ د خولې جنګ پر کاتولیک رای ورکونکو سربیره ، په امریکا کې دپروټیسټانو رای ورکونکو پر لیدتوګې هم اغیزې شیندی . د کاتولیکانو په اپوټه ، دامریکا پروټیسټان له واټیکان اوپاپ سره ښه اړیکه نه لری . له دې امله پر ټرمپ دپاپ حمله دپروټیسټ مذهبه جمهوری غواړو ترمینځ د دغه جنجالی کاندید محبوبیّت دزیاتیدو لامل کیدلی شی .
***********************
Add new comment