له طالبانوسره دمستقیمو خبرواترو دنیټه ټاکل، خوطالبان ئې نه منی
بلاخره هم د څلوراړخیز کنفرانس څلورمې ناستې کې چې پرون دافغانستان په کابل کې دچین،امریکا،پآکستان او افغانستان داستاذوپه شتون سره ترسره شوې،له طالب ډلې سره ئې دکابل دحکومت دمستقیمو خبرواترو نیټه وټاکله .
په پرونۍ غونډې کې فیصله شوې چې دافغان حکومت او طالبانو ډلې ترمینځ دسولې نیغ په نیغه خبرې اترې به تر دوو اونیو پورې پیل شی . دافغانستان خارجه وزارت هم دیوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی دی ، په د غې غونډې کې دګډون کونکو هیوادونو استاذو چې پرون دافغانستان دخارجه وزارت دسیاسی چارو مرسیتیال حکمت خلیل کرزی ، دپاکستان دخارجه وزارت دمرستیال اعزاز احمد ،په کابل کې دچین دسفیر یاوجینګ او دغه راز په کابل کې دامریکا دسفارت سلایار لینډوال په شتون سره ترسره شوی ،یوه ګډه اعلامیه خپره کړه . په دغې اعلامیې کې راغلی دی ، څلوراړخیزې غږمله ډلې دافغانستان د ولسمشر دهغو څرګندونو چې د تیرې مرغومې د میاشتې په ۲۶نیټه ئې له طالبانو او حکمتیار حزب اسلامی سره دسولې دخبرواترو،له دغه ملی لومړیتوبه دافغان ولس دملاتړ او له حکومت سره دسولې له نیغ په نیغه خبرواترو سره دطالبانو اونورو ډلو دزر ترزره دیوځای کیدا لپاره، دبلنې لپاره ئې دافغان حکومت دپیاوړی ژمنې په با کړې وه ،هرکلی کړی دی .
ویل شوی دی ، دمرغومې دمیاشتې په اولسمه نیټه ددغې ډلې ګډې مطبوعاتی اعلامیې او دغه ر از ددغې ډلې د مخکینیو غونډو د بریاؤ دوام ته په پام سره څلوراړخیزې غونډې ترسره شوی پرمختګونه او دافغانستان په رهبرۍ اوامالکیّت دسولې دوبهیر لپاره دلارې نقشه وسپړله . په عین حال کې دڅلوراړخیزې ډلې دغړو هیوادونو ،دګروهنې په اساس په افغانستان کې دتل پاتې سولې له تامینولو او دکابل حکومت اوطالبانو او نورو ډلو له صلاحیّت لرونکو استاذو سره ترمینځ دراتلونکو مستقیمو خبرواترو په باب له دغه بهیره خپل ملاتړ په باب موافقه وکړه او له هغوی ئې خپل پیاوړی ملاتړ اعلان کړ . ددغې اعلامیې په دوام کې راغلی دی ، دڅلوراړخیزې غږمله ډلې په غړو هیوادونو کې دطالبانو ډولو ډلو اونورو لورو ته بلنه ورکول کیږی څو دخپلو صلاحیّت لرونکو استاذو له لارې دې له افغان حکومت سره دسولې دنیغ په نیغه خبرواترو په لومړنی پړاؤ کې چې تمه کیږی د راتلونکی مارچ میاشتې په لومړۍ اونۍ کې ترسره شی ، ګډون وکړی او پاکستان په ښه نیّت سره ، ددغې غونډې کوربتوب منلی دی . دنوموړی ډلې استاذو دغه راز دافغانستان په رهبرۍ اومالکیّت سره دسولې له بهیره دپاکستان اوافغانستان ددینی عالمانو دملاتړ دترلاسه کولو لپاره د د غو هیوادونو له دینی عالمانو سره دارتباط او دغه راز داوسنیو تاؤتریخوالو په ضد دهغوی دفتواګانو داخستو لپاره د دوه اړخیزې ګډې کمیټې دجوړولو په باب دافغانستان او پاکستان دچارواکو دفیصلې هم هرکلی کړی دی . . همداراز دڅلوراړخیزې غږمله کمیټې دغړو هیوادونو استاذو موافقه کړې څو دافغانستان دسولې دبهیر دپرمختګ لپاره دګډو ژمنو دیوې برخې په توګه خپلو هلوځلو ته دوام ورکړی .
دڅلوراړخیز کنفرانس ورپسې غونډه به په اسلام اباد کې دسولې دنیغ په نیغه خبرواترو دلومړنی پړاؤ له ترسره سملاسی وروسته جوړه شی .
داپه داسې حال کې دی چې دطالبانو ډلې یوه ویندوی ذبیح ا... مجاهد له تهران ریډیو سره په ټیلیفونی تماس کې دکابل دڅلوراړخیزې غونډې څخه دبې خبرۍ په ښودلو سره ویلی دی ، دطالبانو مشران اصلا ددغو خبرواترو په جریان کې نه دی . هغه همداراز زیاته کړې و د سولې دپروسې په باب دطالبانو ډلې دریځ هماغه دریځ دی چې دقطر په وروستۍ ناستې کې چې دپګواش نړیوالې موسسې له خوا ترسره شوی ، اعلان شوی چې ترڅو په افغانستان کې بهرنی عسکر شتون لری او دافغان ولس غوښتنو ته داحترام په سترګه ونه کتل شی ، طالبان به په خبرواترو کې ګډون ونه کړی .
د ښاغلی وحید مژده او استاذ بخت محمد بختیار پشمول دافغانستان دسیاسی چارو ډیری کارپوهان نوموړو خبرواترو ته هیڅ هیله نه لری . ښاغلی وحید مژده او دغه راز استاد بخت محمد بختیار نن له مونږ سره په خصوصی خبروکې دکابل دڅلوراړخیزې ناستې په باب دنهیلیتوب په ښودلو سره ویلی دی ، لومړۍ دافغانستان له حکومت سره دنیغ په نیغه خبرواترو لپاهر دڅلوراړخیز کنفرانس دغوښتنې وړ مودر لوری چې هماغه طالبان دی ، اصلا د کابل دغونډې په باب هیڅ اطلاع نه لری ، دوهم دا،معلومه نه ده چې دطالبانو کومه څانګه حاضریږی ،له کابل حکومت سره نیغه په نیغه خبرې وکړی.خو ترڅو چې دطالبانو هغه لوری چې دافغانستان په جنګ کې اصلی رول لوبوی ،خبرواترو ته حاضر نه شی ، دسولې دغه ډول خبرې اترې ،یوازې سیاسی او پروپیګنډیز اړخ لری .
Add new comment