دترهه ګرو سرغنې او دهغوی پټنځایونه به په هره بڼه له مینځه یوړل شی

 د پاکستان دپوځ ستر قوماندان جنرا ل راحیل شریف ویلی دی ، دضرب عضب عملیات په وروستیو مرحلو کې دی او دترهه ګرو او دهغوی دسرغنو د له مینځه وړلو اودهغوی دپټنځایونو دتباه کولو لپاره کلک هوډ لری
د دنیا نیوز انټرنیټی سایټ له قوله راپورورکړ دپاکستان دپوځ ستر قوماندان جنرا ل راحیل شریف چې دضرب عضب پاکونکو عملیاتو کې دګډون کونکو عسکرو دروحیې دلاښه کولو لپاره دشمالی وزیرستان شوال سیمې ته تللی په یولړ څرګندونو کې ویلی دی ، دضرب عضب عملیات په وروستیو مرحلو کې دی او دترهه ګرو او دهغوی دسرغنو د له مینځه وړلو اودهغوی دپټنځایونو دتباه کولو لپاره کلک هوډ لری .جنرال راحیل دځوانو پوځیانو دروحیې دلاښه کولو په خاطر پخپلې وینا کې روښانه کړه د تاسو عملیات په وروستیو مرحلو کې دی او ترهه ګرو پاتې شونې به هم په لنډ وخت کې خپل انجام ته ورسیږی او دپټیدو لپاره به هیڅ ځای ونه لری

Add new comment