ګوګل نورې ژبې هم معرفی کړې

د ټیکنالوژۍ په دغه پړاو کښې چې یوې خوا په ټوله دنیا کښې اینټرنیټ خپور شوی بلې خوا دمختلفو ژبو خلک او دود دستور هم یوبل ته نږدې شوی دی .
په ژباړه کونکو ایپلی کیشن(Application) سره په اسانۍ سره د کومې ژبې په ترجمې او ژباړې کولو سره نه یوازې ارتباط ټینګیدلی شی بلکې معلومات هم ترلاسه کیدلای شی .
دغه چارې ته په پام کولو سره داینټرنیټ ګوګل پاڼې ګوګل ټرانسلیټ د پاکستان سندهې ژبه او د پاکستان او افغانستان دپښتانو پشتو (Pashto)ژبه او دغه راز یولس(11) نورې ژبې هم دژباړې د اسانتیا په برخه کښې ورزیاتې کړی دی .
اوس داینټرنیټ استعمالونکی په ګوګل ټرانسلیټ پاڼې باندې د دنیا دیوسل درې(۱۰۳) مختلفو ژبو ژباړه او ترجمه کولای شی .
د ویلوده چې سندهۍ یوه داسې ژبه ده چې دپاکستان په شمول دهندوستان په ځینو سیمو کښې ویل کیږی .

Add new comment