په کابل کې د کب د رېیمې خونړی پاڅون د کلیزې په مناسبت لاریونونه وشول
نن ورځ د ١٣٥٨ لمریز کال د کب له درېیمې نېټې سره برابره ده. په دې تاریخی او خونړۍ ورځ د کابل ښاریانو په خالی لاسونو د پخوانی شوروی اتحاد د سرو لښکرو پر ضد پاڅون وکړ.
د ١٣٥٨ لمریز کال د کب په ٣مه نېټه چې پر افغانستان د پخوانیو سرو لښکرو د یرغل نه نږدې دوې میاشتې تېرې شوې وې، د شپې له خوا د کابل ګڼ اوسېدونکی بامونو ته را وختل او د یرغلګرو پر ضد یې شعارونه او د تکبیر نارې اوچتې کړې او وروسته دا قیام د ښار نورو برخو ته هم وغځېد.
د کابل خلک د کب په درېیمه نېټه سهار مهال په خالی لاسونو د بهرنیو ځواکونو او حکومت پر وړاندې واټونو ته راووتل، د شوروی سرتېرو او وخت د حکومت پر ټانکونو یې ډبرې و ورولې.
د ١٣٥٨لمریز کال د کب په درېیمه نېټه حتى د ښوونځیو نجونو هم په لاریون کې ګډون کړى و چې ځینو یې خپل ځانونه هم قربانی کړل.
د دغه پاڅون د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نشته، خو خپاره شوی راپورونه څرګندوی چې د وخت د حکومت او شوروی ځواکونو د ډزو په پایله کې شاوخوا څلور زره لاریونیان په یوه ورځ وژل شوی دی.
پر افغانستان د شوروی د تیری په اعتراض کې ددغه هېواد په بېلابېلو برخو کې د نیواکګرو پر وړاندې ملی پاڅون پیل شو او افغان ملت د هېواد د دفاع په موخه خپله مبارزه پیل کړه.
د کب د درېیمې نېټې له پاڅون وروسته، د هرات خلک هم د کب په ٢٤مه نېټه پاڅېدل چې د افغانستان په تاریخ کې یوه تاریخی او نه هېرېدونکې ورځ ده.
د هرات ولایت اوسېدونکی د پخوانی شوروی اتحاد د لاسپوڅې حکومت پر وړاندې د کب د درېیمې نېټې له پاڅون وروسته (١٣٥٧د کب ٢٤مه) ودرېدل او خپلې سینې یې د روسی پرمختللو الوتکو بمبار او وسلو مرمیو ته سپر کړې او شاوخوا ٢٤ زره یې له منځه ولاړل.
Add new comment