د کندهار په هوایی ډګر کې د امریکا ستره بې پیلوټه الوتکه نسکوه شوې

په خپرولو سره اعلان کړی چې یاده جاسوسی الوتکه پرون ناوخته د کندهار په هوایی ډګر کې غورځېدلې ده.
که څه هم امریکایان له معمول سره سم په ا فغانستان کې د خپلو پوځیانو مرګ ژوبلې، په ځانګړې توګه د الوتکو او چورلکو غورځېدو پېښې له رسنیو څخه پټې ساتی، خو ځینې وخت چې پېښې ډېرې رسوا شی او د پټولو توان یې ونه لری، نو د خپلو الوتکو او چورلکو د غورځېدو پېښې د تخنیکی ستونزو له امله ګڼی، داځل یې هم ویلی چې دغه الوتکه د تخنیکی ستونزو له امله غورځېدلې ده.
امریکایی پوځیانو په خپله خبرپاڼه کې دغه راز ویلی چې په پېښه کې چاته مرګ ژوبله نده اوښتې او دوی د پېښې د څرنګوالی په اړه پلټنې کوی.
دا په داسې حال کې ده چې امریکایان له یوې خوا وایی چې الوتکه د تخنیکی ستونزو له امله غورځېدلې، خو په عین حال کې وایی د پېښې د څرنګوالی په اړه یې پلټنې پیل کړې، چې دا خبره یې د پوښتنې وړده او کیدای شی الوتکه د مخالفینو له خوا په نښه شوې وی، ځکه امریکایانو پخوا اندېښنه په ډاګه کړې وه چې طالبانو د الوتکو ضد وسلې ترلاسه کړې دی.

Add new comment