دعربستان دخارجه وزیر سیاسی لاپې،چې خریدار نه لری

 دعربستان خارجه وزیر عادل الجبیر ،په داسې حال کې یوځل بیا په سیاسی نغارو کې ، په سورئې کې د عربستان دځواک ماموریت له داعش سره جنګ اعلان کړ چې سعودی عربستان په سورئې کې داوسنیو شرائطو دراپورته کیدا اصلی عامل دی .
عادل الجبیر ویلی دی سره له دې چې عربستان له مودو مودو راهسې له بشار اسد سره مخالف دی ، خو ددغه هیواد ځواکونه چې په سورئې دامریکائی ائیتلاف په مځکنیو عملیاتو کې ګډون کوی ، خپل تمرکز به دسورئې پر ولسمشر بشار اسد نه بلکې دداعش ډلې په ضد پر جنګ وکړی.
سوریه دیوه نړیواله جنګ کتونکی ده . ددغه نړیوال جنګ په لوبغاړو کې داخلی او بهرنی اعتراض کونکی ، دسیمه ایز قدرتونه ، نړیوال قدرتونه او ترهه ګرې او تفکیری اوغړیدلی ډلې شاملې دی . ددغه جنګ په نتیجې کې په لکونو سوریاوال مړه ،ټپیان او په میلیونونو هم دسورئې په داخل اوبهر کې کډوال شوی او همداراز د ورځې د ژوند لپاره په تیره بیا په اقتصادی اوټولنیزې حوزې کې ضروری بیخ بینائی تاسیسات او تجهیزات هم تباه شوی دی .
که څه هم ددغه بحران اصلی لوبغاړی څو اړخیزه دی ،خو بې له شکه ویل کیدلی شی ، چې ددغې شخړې او بحران کې اصلی رول دسعودی عربستان شهزادګان اورژیم په غاړه لری . سعودیانو په ۲۰۱۱کال کې دعربانود اعتراضونو په رامینځةکیدا او دغه راز په نورو هیوادونو کې ئې دخپل ځان په شان ددیکتاتورانو دڅوکیو دنړیدا په لیدو سره دا چاره ئې په لودیځی آسیا کې دیوه نوی پړاؤ دپیلیدا په معنا وبلله چې په نهایت کې به په دغې سیمې کې دقدرت دانډول دګډوډیدو او دهغوی دسیمه ایز حیثیت دکمزوریکیدا لامل شی .
له دې امله ، آل سعود رژیم په لودیځی آسیا کې دمقاومت او سازباز نه منونکی چورلیز دیوه مهم اړخ په توګه پر سورئې تمرکز وکړ . عربستان په سورئې کې دحکومتی ضد بلواؤ ،ګډوډیو او ناکراریو درامینځةکولو لپاره ډیرزیات لګښتونه کړی او د اماراتو ،قطر ،کویت او اردن په شان دلودیځی آسیا سیمې له واړو هیوادونو ئې هم په دې لارې کې مرستې ترلاسه کړی دی .
عادل الجبیر اوس په داسې حال کې له قدرته دبشار اسد دلیرې کولو نه، بلکې له داعش سره دجنګ لپاره د سعودی عربستان دلومړیتوب خبرې کوی چې سعودیانو په وروستیو کلونو کې له قدرته دبشار اسد دڅنګةکولو په موخې سره په سورئې کې دترهه ګرو ډلو دراپورته کولو ،تجیهزولو او هدایتولو اصلی ملاتړی دی .
یوه بله مهمه موضوع داده چې دسورئې په بحران کې دسعودیانو دشخړو درامینځةکونکی رول او منفی هلې ځلې یوازې داعتراضونو رامینځةکولو، له ترهه ګرو ملاتړ د داخلی بحران په یوه نړیوال جنګ بدولوته محدودې نه دی ،بلکې عربستان دوسرئې دشخړې دحل لپاره دډیپلوماټیکو لارو چارو و او سیاسی خبرواترو نتیجې ته درسیدو خنډ هم دی . ددغو خنډ جوړونو یو مثال ، دجینوا درې په نامه دسولې دخبرواترو په غونډې کې دهغوی خار پار اچول په ښکاره لیدل شوی دی. ددغو خنډجوړونو یو اصلی علت هم په قدرت کې دبشار اسد پاتیکیدو سره دسعودیانو مخالفت دی .
په سورئې کې د داعش پشمول له ترهه ګرو اوتکفیریانو دسعودی عربستان په ملاتړ او په دغه هیواد کې له دقدرته دبشار اسد دلیرې کولو لپاره دریاض پر هڅو ډیر شواهد اوسندونه شته دی چې خبری سرچینو هم په ځلونو په دې باب ډیر زیات راپورونه خپره کړی دی . له دې امله که څه دسعودی عربستان خارجه وزیر دخپلو سیاسی لالهاندۍ په دوام کې دبشار اسد څنګةکیدا نه بلکې له داعش سره جنګ په سورئې کې دعربستان لومړیتوب بللی دی ،خودهغه دغه څرګندونې ، سیاسی لاپې او لالهاندی دسیاسی پوهانو او کارپیژاندو په نزد هیڅ خریدار او پیرودونکی نه لری

Add new comment