ترکیه په سوریې کښې د جنګ او د خلکو د کډوالو اصلی عامله ده

د ترکیې د کلتور پخوانی وزیر ارطغرل ګونای له زمان ورځپاڼې سره په مرکه کښې وویل د رجب طیب اردوغان په حکومت کښې د خپل وزارت په وخت کښې مو د سوریې دکړکیچ له شروع کیدا سره په یووخت اردوغان ته وویل ترکیه باید په سوریې کښې خطرناکې ماجرا ته ورداخله نشی.
دترکیې دکلتوری پخوانی وزیر ګونای وویل زما دغه اندیښنې ته د ترکیې د اوسنی ولسمشر رجب طیب اردوغان ځواب دا وو ته اندیښنه مه کوه دسوریې مسله په شپږو(۶) میاشتو کښې حل کیږی .
ارطغرل ګونای چې داختلاف په وجه دترکیې له واکمن عدالت او پراختیا ګوند څخه جلا شوی دی وویل په اوسنیو شرایطو او په سوریې کښې د کړکیچ د پینځه(۵) کلونو له تیریدا وروسته د سوریې د کړکیچ په وړاندې د ترکیې د غلطو سیاستونو په وجه انقرې ته زیات تاوانونه رسیدلی دی .
ترکیه له سعودی عربستان، قطر، اردن، اسرائیلو بحرین ، امریکا، انګلستان ، فرانسې ، جرمنی ، کویت وغیره سره یوځاې په سوریې ، عراق ، لیبیا او ځینو نورو هیوادونو کښې ترهګرو ته مالی او پو ځی مرستې ورکوی .

Add new comment