په ښو او بدو دترهګرو ویشل ناکامه او تخریبونکی اقدام دی

دایران دخارجه وزیر مرستیال په ښه او بد د ترهګرو د تقیسمولو لپاره دځینو هیوادونو هڅه دترهګرو د ژغورلو په هدف سره ناکامه اقدام او دسوریې د کړکیچ دسیاسی حل دبهیر تخریبونکی وباله .
زمونږ خبریال وایی دایران د خارجه وزارت د اروپا او امریکا دچارو مرستیال مجید تخت روانچی بیګا په ماډریډ کښې د اسپانیا له خارجه وزیر خوسه مانوئل ګارسیا مارګالو سره په کتنې کښې په سوریې کښې په روانې انسانی غمیزې دخواشینې په څرګندولو سره هیله وکړه دسیمې او له سیمې وراخوا هیوادونه د اووربند له اجرا او د بشر دوستانه مرستو درسولولپاره د سوریې د خلکو لخوا دخپل هیواد دبرخلیک دټاکلو او دسیاسی خبرو د شروع کیدا لپاره لاره هواره کړی .
دایران دخارجه وزیر مرستیال په یمن کښې د بې ګناه خلکو د وژل کیدا دوام ته په اشارې سره هم په دغه هیواد کښې انسانی غمیزه دنړیوالې ټولنې دچپتیا په سیوری کښې وبلله او ویې ویل په یمن پوځی حمله ستره غلطی ده او دیمن دخلکو دمهمې برخې د حذفولو لپاره د ځینې هیوادونو هڅه توهم دی او دغه هیوادونه به هیڅ کله بریالی نشی .
داسپانیا خارجه وزیر خوسه مانوئل ګارسیا مارګالو هم دسوریې خلکو ته د نړیوالو مرستو د رسولو په هکله موافقه دکړکیچ د سیاسی حل په سمه لاره کښې ښه پیل وباله او هیله یې وکړه دښکیلو خواو او دسیمې د هیوادونو په ملګرتیا سره ترهګر وځپل شی او په سوریې کښې صلح او ارامښت ټینګ شی .
داسپانیا خارجه وزیر په یمن کښې دانسانی غمیزې په دوام خواشینی وښودله او ویې ویل دیمن دکړکیچ د سیاسی کړچار دپرمخ بیولو لپاره مو داروپایی او نړیوالو چینلونو له لارې خپل ټول توان کارولی دی .

Add new comment