هندوستان په پاکستان دامریکا دجنګی الوتکو په خرڅلانو خپګان وښود
دهندوستان دفاع وزیر یوځل بیا په پاکستان دامریکا د ایف شپاړس جنګی الوتکو په خرڅلاو د نوی ډیلی خپګان څرګند کړ .
ایرنا خبری اژانس وایی دهندوستان دفاع وزیر مانوهر پاریکار پرون له خبریالانو سره په مرکه کښې وویل نوی ډیلی تیره اونۍ په ځلونو د شپږ سوه نهه نوی(۶۹۹) میلیونو ډالرو په ارزښت په پاکستان دامریکا د اتو(۸) ایف شپاړس(F-16) جنګی الوتکو او د نورو تجهیزاتو په خرڅلاو خپل خپګان څرګند کړی دی .
هندوستان تیره اونۍ دامریکا لخوا په پاکستان د ایف شپاړس() جنګی الوتکو د خرڅلاو دخبر له اعلان سره په یووخت په یوې(۱) بیانیې کښې دامریکا دغه فیصله ناهیله کونکی وبلله او هندوستان په نوی ډیلی کښې دامریکا سفیر په احضارولو سره واشنګټن ته د نوی ډیلی رسمی اعتراض اعلان کړ .
دپاکستان خارجه وزارت هم په یوې(۱) بیانیې کښې دهندوستان غبرګون ته په ځواب کښې دنوی ډیلی دغه اقدام عجیبه او ناهیله کونکی وباله .
له دې مخکې هم دامریکا د کانګرس ځینې غړی په پاکستان دایف شپاړس((F-16)) جنګی الوتکو د خرڅولو لپاره د حکومت له فیصلې سره مخالف وو که څه هم تراوسه دحکومت دغه فیصله دکانګرس لخوا تصویب شوی نه ده خو زیات احتمال شته دامریکا حکومت به په پاکستان دایف شپاړس((F-16)) جنګی الوتکو دخرڅولو لپاره دکانګرس موافقت ترلاسه کړی .
Add new comment