د «اهل حدیث» جماعت له تکفیریانو نه حمایت نه کوي
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) نه په نقل، د اهل حدیث جماعت ځای ناستې او د حرمین شریفین نه دفاع کوونکې غورځنګ مشر احمد ظهیر په لاهور کې د ایران کلتوری سازمان مشر اکبر برخورداري، سره کتنه کې دو اړخیزه اړیکو ته وده ورکولو باندې خبری اترې وکړي.
مولوی زبیر احمد ظهیر په دې کتنه کې د تکفیري ډلو فعالیتونو باندې نیوکې سره وویل: د اهل حدیث جماعت هیڅ کله له غیر قانوني ډلو لکه طالبان، القاعده او داعش نه حمایت نه دې کړي او د ترهګرو ډلو اقدامات سختي سره محکوم کوي او هغه د اسلام خلاف ګڼې.
هغه تاکید وکړو: اسلام د وینې تویولو مخالف دي او هیڅ څوک دا حق نه لري چې د اعتقاد لرلو په وجه هغه قتل کړي، دا خلک د هلاکت او نابود کېدو او رسوا کېدو نه علاوه بله لار نه لري، الله تعالی قرآن مجید کې خپل پیغمبر صلی الله علیه و آله ته فرمایي: یواځې د اسلام تبلیغ او خپرونې وکړه. او د هغې د اعمالو تکلیف د الله په غاړه دي.
د اهل حدیث جماعت ځای ناستې ادامه ورکړه: همدارنګه الله تعالی په قرآن مجید کې د یوې فرقه نوم هم نه دې راوړي او یواځې د امت نوم سره یی مسلمانان، مومنان او خپل بندګانو ته خطاب کړي، مونږ د پاکستان سترو ښارونو کې د فرقه خلاف او د هغه کارونو چې د ډله ډلبندي سبب ګرځې کانفرانس او غونډې پیل کړي، او همېشه مو د دې ناوړه عنصر یعنې ډله ډلبندي او ترهګري ختمولو لپاره خبرې اترې کړي او خلک مو اتحاد او یووالي ته بللې او په دې لارو کې سترو ستونزو سره مخامخ شوي یو.
به ادامه کې اکبر برخورداری وویل: همدارنګه ده لکه څرنګه چې دې وویل، اسلام د ډله ډلبندي مخالف دي، اسلام د رحمت، ورور ولۍ او یووالی دین دي او هغه الله ته نږدې دی چې څوک زیاته تقوا لري.
هغه تاکید وکړو: په حقیقت کې هغه کسان چې ډله ډلبندي په امت کې رامنځته کوې خپل سیاسي اهدافو پسی دي او د اسلامی امت او دین دښمنان دي.
لاهور کې د ایران کلتوري سازمان مشر څرګنده کړه: پاکستانی او ایرانی وروڼوو له ترهګر له اړخه ډېر صدمې لیدلې، ترهګري ډله او هغه کسان چې د بې ګناه ماشومانو او له ښځو نه سرونه پرېکه وي او یا په محصلانو باندې ځانمرګی حملې کوي او د خلکو قتل کوي بې له شکه د اسلام دښمنان دې او د اسلام مخالف قدرتونو سره اړیکې لري.
هغه یو ځلې بیا تاکید وکړو: د دین مشرانو او بزرګانو هیڅ کله خلک د اسلام په نوم باندې ډله ډلبندي ته نه دي را بللي او مونږ هم باید د هغې په رنګ خلک باید اسلام ناب ته دعوت کړو.
برخورداری همدارنګه خپلو خبرو کې وویل: له بده مرغه ځنې خلک د اسلام په نوم باندې او د «لا اله الا الله محمد رسول الله» بیرغ په لاس کې اخیستلو سره د بې ګناه ماشومانو او ښځو قتل عام کوي او هغې ته د جهاد نوم ورکوي او ځنې عالمان چې د اسلام سره مخالف دي فتوی ورکولو سره دا کارونه توجیه کوي.
هغه زیاته کړه: د اسلام دین یو الهي نعمت دي او د دې نعمت نه ساتنه کول د دې شکر دي، دا ستاسې غوندې عالمانو دنده ده چې خلک د اسلام د دښمنانو دسیسه او د تکفیری ډلو له خطر نه یی خبر کړي .
برخورداري ادامه کې په سیمه کې د اختلاف په اړه وویل: جمهوری اسلامی ایران همېشه د اتحاد، سولې او امنیت خبره کړي او اسلامی امت ته یی د وحدت دعوت ورکړي. حضرت امام خمیني ره (د اسلامی انقلاب ایران کامیابۍ نه پس د اسلامی انقلاب ستر لارښود ) د وحدت هفته وټاکله او د اسلامی انقلاب لارښود فتوا کې، د صحابه او د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله سپکاوې حرام وګرځولو.
Add new comment