طالبانو په هلمند کې د افغان ځواکونو تر ټولو ستره اډه نیولې ده

په هلمند کې د امنیت د ټینګښت اوپراتیفی مسوول وایی چې وسله والو طالبانو په دې ولایت کې د افغان امنیتی ځواکونو ترټولو لوى کمپ نیولى ، خو د بېرته نیولو لپاره عملیات پیل شوی دی.
په هلمند کې د امنیت د ټینګښت اوپراتیفی مسوول عبدالجبار قهرمان نن پژواک خبری اژانس ته وویل چې تېره شپه د موسى کلا او ګرشک ولسوالیو ترمنځ سیمه کې د افغان امنیتی ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته شوې ده.
هغه وایی چې د دې نښتې په ترڅ کې طالبانو د فیضان کمپ نیولى خو د بېرته نیولو لپاره یې عملیات پیل شوی دی.
قهرمان د یادو نښتې پرمهال د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل.
خو د ملی اردو یوې سرچینې پژواک ته وویل چې د فیضان کمپ د جګړې پرمهال د درېیمې لوا د څلورم کنډک رئیس ارکان رحم علی او ٧ نور د ملی اردو عسکر وژل شوی دی.
ده وویل چې په دې نښته کې لس د ملی اردو سرتېرو ټیپان شوی او کمپ هم د وسله والو طالبانو په ولکه کې دى.
د ٢١٥میوند قول اردو مطبوعاتی مسوول ډګرمن محمد رسول ځاځی د یادې جګړې په اړه بې خبری وښوده.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلی.
خو دغې ډلې په خپله انټرنیټ پاڼه کې لیکلی چې تېره شپه طالبانو په موسى کلا ولسوالۍ کې د افغان امنیتی ځواکونو یوه لویه قرارګاه نیولې ده.
طالبان وایی چې د دې قرارګاه د نیونې پرمهال ګڼ شمېر وسلې او مهمات یې لاس ته ورغلی دی.

Add new comment